اوونۍ په انځورونو کې: د نومبر ۱۰ــ ۱۶

د خپريدو وخت: 21:32 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391
    • د برتانیا د ځوانو سندرغاړو د موسیقۍ ډله (ون ډارېکشن) د نیویارک په پاک فېلر پلازه کې د کنسرت پر مهال.
    • ژمی را روان دی. د کابل په زاړه ښار کې دا کوچنی په بل شوي اور ځان تودوي.
    • د قرغیزستان په پلازمېنه بېشکېک کې ډله ییز واده وشو.
    • په اسپانیا کې د ډېرېدونکې بې کارۍ او سپما د هڅو پر ضد لاریون کې په زرګونو خلکو برخه اخیستې وه.
    • دا په غزه کې د حماس غورځنګ د کورنیو چارو د وزیر کور دی چې اسراییلو پرې بمبارۍ وکړې.
    • له غزې نه هم حماس پر اسراییلو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
    • د اسټرالیا په پېرت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هلري کلېنټن د خبرو پر مهال.
    • دا عکس د انګلستان او سکاټلند پوله او اسمان درښيي.
    • د بغداد په سوېل ختیځ کې دا مېرمنې د خښتو په بټیو کې کار کوي.
    • چین شي جین پینګ خپل نوی مشر وټاکه.نوموړی په ۱۹۵۳ کال کې په بېجېنګ کې زېږېدلی او پلار یې شي ژونګشون د کمونستي ډلې د بنسټګرو له ډلې و.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .