پېلوځی: د اېم ټي وي جايزې او ګنګنم سټايل

د خپريدو وخت: 14:06 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

ميډيا پلير

د دې اوونۍ پېلوځي کې د اروپا له اېم ټي وي موسيقۍ جايزو، د ګنګنم سټايل له بري، او له سندربولي یې هم اورو چې له شهرت سره يې مسوئوليت نه خوښېږي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د "MTV" اروپا موسيقۍ جايزې

ټېلر سوېفټ د غوره ښځينه سندرغاړې، غوره ژوندۍ بڼې او غوره څېرې جايزې وګټلې.

د "MTV" اروپا موسيقۍ جايزو مراسم د نومبر پر ۱۱ مه د جرمني په فرانکفورټ کې ترسره شول.

دا د جرمني پنځم او د فرانکفورټ ښار دوهم ځل و، چې د دغو جايزو کوربني کوي.

د دغو جايزو ستره ګټونکې امريکايۍ سندرغاړې ټېلر سوېفټ وه.

ټېلر سوېفټ د غوره ښځينه سندرغاړې، غوره ژوندۍ بڼې او غوره څېرې جايزې وګټلې.

دغې ۲۲ کلنې سندرغاړې ويل د ډېرې خوښۍ احساس کوي، او ګنې باور يې نه کاوه چې د دری جايزې يې ګټلې دي.

د اروپا موسيقۍ دغو جايزو نارينه وو ستر ګټونکی کاناډايی جسټن بيېبر و، چې ده هم د غوره نارينه سندغاړي، غوره پاپ سندرې او غوره درېځ سندرې جايزې وګټلې، خو د جايزو مراسمو ته نه و ورغلی.

د (اېم ټي وي) اروپا موسيقۍ جايزو فعاليت په ۱۹۹۴ کال کې پيل شوی چې موخه يې د اروپا تر ټولو مشهورې موسيقۍ لمانځنه ده.

جايزې په اروپا کې د (اېم ټي وي) کتونکيو، له خوا ټاکل کېږي. د (اېم ټي وي) يا موسيقۍ ټلوزيون دغه جايزې د خپلې کوربنۍ ښار بدلوي، چې تېر کال يې د بريتانيا شمالي ايرلنډ بلفاسټ، او له هغې مخکې لندن، اېډېنبرا او ليورپول کوربه ښارونه وو.

د ګنګنم سټايل سندره

د فرانکفورټ سږنيو سندريزو جايزو مراسمو کې د غوره وېډيو ګټونکی د جنوبي کوريا سندرغاړی سای و. ده خپله جايزه په ګنګنم سټايل جايزې اخيستې ده.

د فرانکفورټ سږنيو سندريزو جايزو مراسمو کې د غوره وېډيو ګټونکی د جنوبي کوريا سندرغاړی سای و

د جنوبي کوريا دغه ۳۴ کلن سندرغاړي د ګنګنم سټايل سندره د روان ۲۰۱۲ کال جولای نيمه کې راوتلې، چې تر دې مهاله پر يوټيوب له ۷۲۲ مليون ځلو زياته کتل شوې او هره ورځ يې د کتلو شمېر ۱۰ مليونه ښودل شوی دی.

پر کتلو سربېره ۵ میليونه د خوښولو کېکاږنې لري او په ۲۸ هېوداونو کې لومړۍ شمېره سندره ده.

سندرغاړی سای چې اصلي نوم يې "پارک جې سانګ Park Jae-Sang" دی، په خپل ټاټوبي جنوبي کوريا کې له وړاندې يو پېژندل شوی ستوری دی، ۱۲ کاله کېږي چې سندرې وايي او د سندرو ۶ البومونه يې خپاره شوي دي.

خو په تېرو څو مياشتو کې سای په خورا چټک ډول نړۍ کې مشهور شوی، ده تر ټولو زياتې خوښې کړی شوې سندرې ګېنېس نړيوال ريکارډ هم ګټلی، چې د اروپا موسيقۍ له اېم ټي وي جايزو مخکې ورته د بي بي سي رېډيو ون ننداره کې ورکړی شو دی.

سای په تېر اوکتوبر کې د ملګريو ملتونو له سرمنشی بانکيمون سره چې هېوادوال يې هم دی، وکتل.

ښاغلي بان وويل دغه سندرغاړی کېدی شي د نړيوالې ښېګڼې يو ځواک شي. پر دې سربېره دی د خپل هېواد کلتوري استازی هم غوره شوی دی.

شهرت او مسئوليت

د جایزو ګټونکي

  • ټېلر سوېفټ د غوره ښځينه سندرغاړې، غوره ژوندۍ بڼې او غوره څېرې جايزې وګټلې

  • جسټن بيېبر د غوره نارينه سندغاړي، غوره پاپ سندرې او غوره درېځ سندرې جايزې وګټلې
  • د جنوبي کوريا سندرغاړی سای و د غوره وېډيو جايزه وګټله
  • کارلي ری جیبسن د غوره سندرې جایزه وګټله
  • لینګین پارک د غوره راک جایزه وګټله
  • ویټني هیوسټن چې تېره فبروري کې مړه شوه، د غوره نړیوال څېرې جایزه وګټله

شک نه شته چې ډېر په تېره بيا د هنر ستوري د داسې شهرت لېوال او تلوسي وي. خو سای دې پوښتنې ته په ځواب کې چې له شهرت سره په تړاو د سياسي او کلتوري دندو سپارلو په اړه څه احساس کوي، وويل ګنې دی دا ډول کس نه دی.

له دې سره د جرمني فرانکفورټ کې د اېم ټي وي اروپا موسيقۍ جايزو کې د غوره وېډيو جايزې له ګټلو وروسته سای وايي دی اوس پر خپل لومړی نړيوال البوم کار کوي. دغه البوم به نيم په انګرېزۍ او نيم په کوريايۍ ثبتېږي، او ټاکل شوې په ۲۰۱۳ کال کې خپور شي.

خو دا چې شهرت او مسئوليت سره تړلي او يا د يو هنر ستوری د شهرت په ګټلو ټولنې ته مسئول دی؟ له شهرت سره هنرمند احتياط کاره کېږي نو د هنری پنځونو او نوښتونو مخنيوی يې نه کوي، پر دغو او نورو پوښتنو د دې اوونۍ پېلوځي کې بحث کوو، چې فېلم ستوری ممنون مقصودي او سندرغاړی نجيب حقپرست په کې راسره خبرې کوي. لومړی ښاغلی مقصودي پر دط خبرې کوی چې هنرمند خپل ولس ته څومره ژمن دی؟

د کندهار ولسي موسيقي

د سيمه ييزې او ولسي موسيقۍ سره په تړاو بيا له کندهار به واورو چې د موسيقۍ هنرمندان په کې باور کوی ګنې د عصري موسيقۍ دودېدا، د پښتو ولسي يا کلاسيکه موسيقي له پاللو پاتې کړې، نو ځکه يې برخليک هم په وينا روڼ نه برېښي.

کندهاري موسيقي د پښتو ولسي موسيقۍ له څلور وتلو سبکونو ده چې د پښتو فولکلوريکې موسيقۍ په بډاينه کې يې رول لرلی دی. له کندهاره مو مامون دراني پېلوځي کې هلته د ولسي موسيقۍ له حال خبروي.

بي بي سي راډيو ۹۰ کلنه شوه

او دا اوونی د بي بي سي راډيو ۹۰ کلنه شوه. د دغې ورځې لمانځنې فعاليت د لندن ساينس موزيم کې ترسره شو، چې د نړۍ لروبرو اروېدونکيو ته د بي بي سي راډيو له لارې ۳ دقيقي د "2LO Calling"، په نامه د راډيويي څپو يوه خپرنيزه ټوټه هم خپره شوه.

د "2LO Calling" د بېګ بن ګړۍ له زنګ او د بي بي سي لومړۍ خپرونې غږ سره پيل شو.

د بي بي سي يا برټېش بروډکاسټېنګ کمپنۍ چې بيا کارپورېشن شوه، لومړۍ خپرونه د "2LO" ټرانزميټر له لارې د ۱۹۲۲ کال د نومبر پر ۱۴ مه د هوا څپو ته واستوله.

د بي د بي سي سي۹۰ مې کليزې دغه خپرونه د بي بي سي له څه د پاسه راډيوګانو په يو وخت کې خپرېده، چې اټکل کېږي ۸۰ مليون اورېدونکيو ته رسېدلې وي.

د لندن ساينس موزيم د بي بي سي راډيو ۹۰ کليزه لمانځنه کې د ۲ اېل او اصلي ټرانزميټر ځينې برخې نندارې ته ايښې دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .