د ارغنداب سیمه ییز پولیس تښتېدلي

د خپريدو وخت: 08:16 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391
    • که څه هم د سیمه ییزو پولیسو دنده د خپلو کورونو ساتنه ده، خو ددوی په ټکو اوس دوی اړ دي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له وسله والو سره وجنګیږي .
    • د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ لسګونو سیمه ییزو پولیسو د بېلابېلو لاملونو له کبله خپلې دندې پرېښې دي.
    • ارغنداب د کندهار شمال لور ته په ۲۰ کیلومترۍ کې پرته او هغه لومړنۍ ولسوالي ده چې سیمه ییزو پولیسو په کې فعالیت پیل کړی دی.
    • د ارغنداب ولسوالۍ یوتن سیمه ییز پولیس نظر محمد وایي د نوي حکومت د لسو کلونو په تېرېدو سره بیاهم امنیت نه و، خو د محلي پولیسو په جوړېدو سره په کلیو کې امنیت راغلي.
    • د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ لسګونه سیمه ییز پولیس پر داسې مهال خپلې دندې پریږي چې د کندهار لوړپوړو چارواکو پر مرکزي حکومت او ایساف ځواکونو غږ کړی و، که غواړي وروستۍ لاسته راوړې بریاوې یې په اوبو لاهو نه شي، نو سیمه ییز پولیس باید په ښو وسلو او مهاتو سمبال کړي.
    • وړاندې په کندهار کې د ارغنداب ولسوالۍ سربېره د یوشمېر نورو ولسوالیو سیمه ییزو پولیسو ویلي وو که یې ستونزې هوارې نه شي، اړ دي چې خپلې دندې پرېږدي.
    • د کندهار سیمه ییز چارواکي د ولسواليو د امنیت په خوندیتوب او له کلیو د وسله والو د شړلو په برخه کې د سیمه ییز پولیسو ونډه خورا اړینه او اغېزمنه بولي .
    • اوسمهال د کندهار په شاوخوا دیارلسو ولسوالیو کې سیمه ییز پولیس فعال دي چې د خلکو په خبره د امنیت په راوستلو کې یې رغنده ونډه اخیستې .
    • د سیمه ییزو پولیسو قومندان وايي ((په دې توانیدلي یو چې د ارغنداب په ټولو کلیو کې امنیت راولو، خو حکومت په شخصي جیب نه کېږي، دوه کاله مو په شخصي لګښت کار وکړ، خو اوس راته د کور ښځې پیغور راکوي چې خلک له حکومت نه څه ترلاسه کوي، خو تاسو یې له کور نه وړﺉ.))
    • د ارغنداب ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان عیسی محمد اندېښمن دی که یې ستونزو ته پام ونه شي، دده په خبره ښایي ملګري یې ددندې پرېښودو پرته بله لاره ونه لري.
    • سیمه ییز پولیس وايي، ددغه ستونزې له کبله په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا ۴۰ سیمه ییزو پولیسو خپلې دندې پرېښې او ۲۰ نور ناسوب دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .