د تشنابونو نشتوالى او دخلکو ستونزې

د خپريدو وخت: 11:57 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

د تشنابونه نشتوالي د نورو ستونزو ترڅنگ خلکو ته د روغتيا او چاپيريال زيان رسوونکې ستونزې پيدا کړي دي.

د نومبر ١٩ نېټه هر کال پۀ نړيواله کچه خلکو ته د تشنابونو د برابرولو د ورځې په توگه لمانځل کېږي.

مونږ هم دا اونۍ ستاسې نظر خپرونې کې په دې غږېږو چې افغانستان کې د تشنابونو د نشتوالي له امله خلک په ځانگړې توگه مېر منې پۀ ښارونو او کليوالو سيمو کې څه ډول ستونزو سره مخامخ دي، او د تشنابونو کمي د چاپيريال په برخه کې څه ډول ستونزې پېدا کړي دي .

دغيردولتي موسسو شمېرو ترمخه يو اعشاريه ٢٥ ميليارده مېرمنې په نړيواله کچه د تشنابونو اسانتيا نلري.

په دې اړه ستاسې نظر خپرونې کې برخې اخيستو لپاره

د سه شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩ زنگ راووهئ

دغه راز په برېښناليکpashto@bbc.co.uk او

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ د ايس ايم ايس له لارې خپل نظرونه راستولى شئ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .