پر غزې د اسراييلي بمباریو پر ضد لاریونونه

د خپريدو وخت: 11:20 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391
    • د پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو ښارونو کې پر غزې د اسراييلي بمباریو پر ضد لاریونونه وشول.
    • دا عکس په کراچۍ کې اخیستل شوی. په دغه ښار کې، د وژل شویو فلسطیني ماشومانو په یاد شمعې و لګول شوې.
    • په اسلام اباد کې د مذهبي مدرسو زده کوونکو د لاریون په ترڅ کې د اسراییلو خلاف شعارونه ورکول.
    • د هند په ډيلي کې هم ډېری خلک په لاریون را وتي وو.
    • په نیکاراګوا کې هم لکه نوره نړۍ مظاهرې وشوې. دلته په دغه عکس کې یو کس چې مخ يې پوښلی دی لیکي چې په غزه کې د اسراييلي بریدونو پر ضد باید یو نړېوال خوځښت جوړ شي.
    • په سان سلوادور کې مېشتې دې فلسطینۍ مېرمنې خپلې شونډې د اسرايیل په بېرغ پټې کړې دي.
    • په فلسطین کې هم خلکو د لاریون په ډول د اسراییلو بېرغ ته اور ورته کړ.
    • په فلسطین کې د لاریونیانو د تیت پرک کولو لپاره د پولې هغه غاړه اسراییلي سرتېرو اوښلن ګاز وکاراوه.
    • د فلېپين په مانېلا کې مظاهر چیانو د اسراییل او امریکا بېرغونه وسوځول.
    • دا لویه مظاهره د امریکا په شیکاګو ښار کې د فلسطینیانو د حقونو ملاتړو را بللې وه.
    • په لاریون کې د لویانو په ګډون کوچنیانو هم ګډون کړی وو.
    • دا د لیبیا د بن غازي ښار دی. دلته هم خلکو په خپلو شعارونو کې د غزې له وګړو سره خپله خواخوږي ښووله.
    • دا د فلسطینیانو د حقونو څو ملاتړي دي چې د برتانیا په لندن کې د بي بي سي د ودانۍ مخې ته را ټول شوي وو.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .