په مني کې طبیعت څومره ښکلی وي

د خپريدو وخت: 07:25 گرینویچ - جمعه 23 نومبر 2012 - 03 لیندۍ 1391
    • د نانت فرانکون غونډۍ د ویلې شوي کنګل ښکلې منظره.
    • دغه ښکلی مرغه، چې ((واکسوینګ)) یې بولي، له اسکندیناویا ښار څخه لاندودنو سیمې ته د خوړو لپاره ځي، او تل د (روان) په نامه توتو په لټه کې وي.
    • باز په برتانیا کې څیرونکی مرغه دی. کله چې له ایسلنډ څخه د ډېرې ګرمۍ پرمهال د مرغانو کوچ پیل شي، ددوی شمېر هم ورسره ډېر شي.
    • د (سایره) په نامه مرغه، په مني کې معمولاً په ډله ییز ډول ګرځي، چې شمېر یې زرګونو ته هم رسېږي.
    • خاچوڼى، یا يوډول بلبله، د کامرې لینز ته ډېره نژدې.
    • د سین غاړه ونې په ویلز کې د سیریدیګیون سیمې پر څنډه.
    • توربخن کوچنی بحري سپی، چې د خپل عمر په لومړنیو درو – پنځو میاشتو کې بهر ته راوتلی، او د ویلز د سمندر پر څنډه له سپتمبر تر دسمبر پورې ګرځي.
    • Lapissta nuda یو ډول خرمیړی دی، چې خوړل کېږي او د کارغه بڼکې نوم هم ورکړل شوی دی. تر خوړلو مخکې باید وپېژندل شي، ځکه چې زهرجن هغه هم په کې شته.
    • د برغنډ یوه ټوټه، چې د ابرسوچ سیمې د وارن سمندر څنډې ته.
    • په انځور کې ماهي خور مرغه په فورسټ فارم کې. سوربخن حیوان، مرجام بڼ کې د ونې څنګ ته ډډه وهلې ده، ښکاري چې عمر یې ډېر شوی دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .