کابل د محرم لسمه (عاشورا)

د خپريدو وخت: 09:52 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391
    • د عاشورا د مراسمو په درشل کې د ښار په ځينو برخو کې کاروبار يو څه ځنډېدلی دی. د کابل زيات مارکېټونه بند او هټۍ يې تړلي دي.
    • له دغې سيمې وروسته د ښار شمالي برخې ته ولاړو ، پر سړک ګڼه ګونه کمه، خو د هوايي ډګر سړک د څراغونو په پايو رنګانګ بېرغونه لګېدلي وو چې يا حسين پرې ليکل شوی وو.
    • شيعه ماتم کوونکي هم د تېرو کلونو په څېر په ډله ييز ډول په واټونو نه لېدل کېږي، خو په نژدې ټول ښار کې رنګارنګ بېرغونه ځړول شوي، چې يا حسين پرې ليکل شوی.
    • د ښار د بڼې انځورولو لپاره له دفتره تر وتلو وروسته د کابل د مرادخانۍ په سيمه کې د ابوالفضل زيارت ته ورغلم چې تېر کال په کې يوه خونړي بريد لسګونه شيعه ماتم کوونکي ووژل.
    • د عاشورا په درشل کې د هغه مرګوني ځانمرګي بريد يو کال پوره کېږي چې شيعه ماتم کوونکو لا اوس هم له ياده نه دی وېستلی او د نژدې هر يوه په زړه کې يې يادونه تازه دي.
    • د ابوالفضل زيارت ته ننوتل اسان نه دي، آن خبريالانو ته، د پېژندګلوی کارت يې کتل کېږي او ورسره وسايل يې څو ځايه کتل کېږي.
    • په ټوله کې د تېرو کلونو په توپير په ښار کې د عاشورا د مراسمو رنګ پيکه دی، د موټرو هغه واړه او لوی کاروانونه، نه ليدل کېږي چې ماتم کوونکو به په کې په لوړ غږ مرثيې غږولې، خو سپين، تور، سره او شنه بېرغونه نژدې د ښار په ټولو برخو کې ځوړند دي.
    • له همدې امله سږ کال امنيت خورا کلک شوی، او نژدې د کابل په هر واټ او کوڅه کې افغان امنيتي ځواکونه د تيارسی په حال کې ولاړ دي.
    • امنیتي سرتېري هر کس څاري چې څوک دی، چېرې ځي او څه کوي، لنډه داچې نژدې د ښار په هره برخه کې په وسلو سنبال زغره وال ګاډي او د ملي اردو او پوليسو موټر ترسترګو کېږي.
    • د تېرو کلونو پرتله د ښار په يو شمېر برخو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي چې نژدې په هره لار او کوڅه کې امنيتي ځواکونه لېدلي کېږي.
    • د مراد خانۍ، تايمي، چارقلعه ، وزیر اباد او قلعه فتح الله په سيمو کې د عاشورا د مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی، په دغوو سيمو کې د بېرغونو ترڅنګ لويې جوړې شوې دروازې په تورو ټوکرو پوښتل شوي دي.
    • په ښار کې په ډېری هغو سيمو کې کاروبار بيخي په ټپه ولاړ وو چې ډېری اوسېدونکي يې شيعه دي، خو د ښار په سويل، ختيځ او شمال کې ژوند نژدې په عادي ډول روان دی.
    • د ميرويس ميدان له څلور لارې تر پل سوخته د سړک غاړې او ګلدانونو کې د ماتم کوونکو لپاره د زنځيرونو او بيرغونو په څېر وسايل ايښودل شوي چې ډېر تود بازار لري.
    • د ميرويس ميدان د لوی هوايي پله پر سر د نظامي پوليسو يو موټر ولاړ دی، چې له پاسه د بازار اوضاع کنټرولوي. يو سرتېری وايي دنده ورسپارل شوې چې د عاشورا مراسمو تر پايه د سيمې امنيت وساتي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .