د ښځو خوندیتوب لپاره د نویو قوانینو غوښتنه

د خپريدو وخت: 17:44 گرینویچ - 25 نومبر 2012 - 05 لیندۍ 1391

ميډيا پلير

د افغانستان د ښځو وزارت وايي د ښځو د خوندیتوب لپاره باید نوي قوانین جوړ شي خو دغه قوانین به له پخوانیو هغو سره څه توپېر ولري؟ د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال سره مرکه

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

افغانستان کې د بشري حقونو ډلې، مدنې او ښځو مدافع ټولنو په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه اندېښنه لري.

دوی وايي، په سم ډول د قوانینو نه پلې کېدل او په ځینو برخو کې په قوانینو کې ستونزې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو چارو او حج او اوقافو وزارتونه وايي، په پام کې لري د ښځو د خوندیتوب لپاره پر نورو تګلارو غور وکړي.

د افغانستان د ښځو وزارت وايي د ښځو د خوندیتوب لپاره باید نوي قوانین جوړ شي خو دغه قوانین به له پخوانیو هغو سره څه توپير ولري؟

د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال محمد یوسف حلیم په یوه مرکه کې دا پوښتنه ځوابوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .