پېلوځی: د قاهرې فیسټیوال توره بوړه فلم ښيي

د خپريدو وخت: 12:27 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

ميډيا پلير

په دې پېلوځي کې د قاهرې د فلمونو په فیسټیوال کې د تورې بوړې په کوېټي فلم رپوټ او مرکه لرو، په هرات کې د سپینې ادې ادبي ټولنه ښوونیز کتابونه چاپوي، د سندرغاړي ایوب حال اخلو چې موټر وهلی دی.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په هرات کې د سپینې ادې کلتوري – ادبي ټولنې د هغو پښتنو لپاره چې په سیمه کې یې خپله ژبه هېره کړې، د ښوونیزو پروګرامونو یوه لړۍ چمتو کړې ده.

د قاهرې ۳۵م نړیوال فلم فیسټیوال ته د تورې بوړې فلم سیالۍ ته وړاندې شوی دی.

په دې پېلوځي کې د قاهرې د فلمونو په فیسټیوال کې د تورې بوړې په کوېټي فلم رپوټ او مرکه لرو، په هرات کې د سپینې ادې ادبي ټولنه ښوونیز کتابونه چاپوي، د سندرغاړي ایوب حال اخلو چې موټر وهلی دی.

د قاهرې د فلم فیسټیوال

د قاهرې د فلمونو ۳۵م نړیوال فیسټیوال ته چې د سې شنبې په ورځ (نومبر/ ۲٧مه) پیل شو، کوېټ د "توره بوړه" له فلم سره د سیالۍ لپاره ورغلی و.

د دې فلم جوړونکی ولید الوادعي دی. دا لومړی ځل دی چې کوېټ په دې فیسټیوال کې له دوو فلمونو سره ګډون کوي.

یوه کوېټۍ کورنۍ د خپل زوی په لټه پسې چې د بنسټ پالې ډلې لاس ته ورغلی، لومړۍ پاکستان او بیا افغانستان ته درومي.

ډلې هلک ته ویلي چې بېرته یې رښتیوني مذهب ته ور اړوي.

فلم جوړوونکي هیله من دي چې "توره بوړه" به په خپل پیغام ځوانان بنسټ پالنې ته پرې نه ږدي. د عربي چارو له څېړونکي سره مرکه لرو.

هرات ادبي ټولنه کتابونه چاپوي

په هرات کې د سپینې ادې کلتوري – ادبي ټولنې د هغو پښتنو لپاره چې په سیمه کې یې خپله ژبه هېره کړې، د ښوونیزو پروګرامونو یوه لړۍ چمتو کړې ده.

د ټولنې له مشر سره مرکه شته.

د شاعر کتاب چاپ شو، بحث پرې کوو.

دا د شاعر څلورمه شعري ټولګه ده

د لندن مېشتي شاعر ډاکټر زبیح الله حسن د شعرونو نوې ټولګه چې په زخمونو کې سندرې نومېږي له چاپه را ووته.

دا کتاب چې د دانش خپروندویې موسسې په ۲۰۰ مخونو کې چاپ کړی، د لیکوال څلورمه شعري ټولګه ده.

په کتاب کې ډېر شعرونه د ننني افغانستان په اوسنیو حالاتو را څرخي او شاعر د ژوند ناخوالو ته په کې درمل لټوي.

د کتاب او په ټوله کې د شعر د کیفیت په اړه لنډ بحث واورئ چې شاعر پیر محمد کاروان او زبیح الله حسن په کې غږېږي.

استاد ایوب موټر وهلی دی

د پښتو ژبې وتلى سندرغاړى استاد ايوب موټر وهلى او دا مهال د ننګرهار په يوه روغتون کې بستري دى.

د ده کورنۍ وايي تر دې دمه يې پرته له کلتوري، نورو حکومتي چارواکو پوښتنه نه ده کړې.

د نوموړي ډاکټران وايي د استاد ايوب د جراحۍ عمليات شوى او اوس يې د تېر په ترتله روغتيايي حالت ښه دى.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .