د جاپان تونل نړېدا او د ژغورنې چارې

د خپريدو وخت: 17:18 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391
    • تول
      د جاپان پلازمېنې توکيو لوېديځ ساساګو تونل سره د رغونې چارې روانې دي. د يکشنبې پر ورځ د تونل چت له لوېدو سره ۹ کسان ووژل شول.
    • د يوې ډبې موټروان او دوو نورو ګاډيو سپرلۍ د پېښې قربانيان وو.
    • د دوه اړخيزې لارې ساساګو تونل په جاپان کې له اوږدو تونلونو دی چې اوږدوالی يې ۴،۳ کيلو مترو ته رسېږي، او پر يوه ستر لار جوړ شوی دی.
    • د دغې لویې لارې کاري ډلې ويلي وسپنيزې ستنې چې د سيمټي تختو درېدا خوندي کوي، کېدی شي سستې شوې وي.
    • د جاپان ټرانسپورټ وزير يويچيرو هټا (منځ کې) د دوشنبې پر ورځ له سيمې ليدنه وکړه. حکومت د بشپړې پلټنې امر کړی دی.
    • د ژغورنې کار روان دی، او جاپاني چارواکي ويلي له نړېدلي تونل نه يې ۹ مړي ايستلي دي.
    • حکومت د ورته تونلونو د بشپړې کتنې امر هم کړی. د ناګانو ولايت په اچيمورا کې پر چوو ګړندۍ لار د اناسان تونل هم دی.
    • د يکشنبې پر ورځ د ساساګو تونل لوېدا سره اورلګېدنه هم پيل شوه، او ډېری موټروانان له سيمې په پښو وتښتېدل.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .