د عکسونو البوم: پښتونخوا کې د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې

د خپريدو وخت: 18:50 گرینویچ - چارشنبه 05 ډسمبر 2012 - 15 لیندۍ 1391

د پښتونخوا په پېښور ښار کې "د سولې غېږنیونې" په نامه سیالۍ پیل شوي دي.

د نړۍ وتلی جاپانی غېږنیونکی انتونیو اینوکي هم له خپلې لوبډلې سره دغو سیالو کې د ګډون لپاره پېښور ته رسېدلی دی.

انتونیو اینوکي له څلور لسیزو وروسته پښتونخوا ته سفر کوي.

د افغانستان د غېږنیونې اووه کسيزه لوبډله هم دغو سیالیو ته ورغلې ده.

د پښتونخوا لوړ پوړي چارواکي د دغو لوبو په پرانیستو مراسمو کې حاضر وو او د انتونیو اینوکي او نورو لوبډلو تود هرکلی یې وکړ.

ویل کېږي چې دغه سیالۍ به تر ۲۵ زرو زیات نندارچیان ولري او په نړې کې به د رسنیو له لارې هم کتل کېږي.

دغه سیالۍ چې د ډسمبر په ۵ مه پیل شوې، پنځه ورځې به روانې وي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .