ژوند په انځورونو کې: روي شنکر

د خپريدو وخت: 14:55 گرینویچ - چارشنبه 12 ډسمبر 2012 - 22 لیندۍ 1391
    • د هندوستان نامتو ستار غږونکی او موسیقي جوړونکی روي شنکر په ۹۲ کلنې کې مړ شو. نوموړي په لوېدیځ کې د هندي کلاسیکې موسقۍ په محبوبیت کې لویه ونډه درلوده.
    • روي شنکر په یوه بنګالۍ کورنۍ کې زېږېدلی و. نوموړی په لومړیو کې د خپل ورور په هنري ډله کې د نڅا کوونکي په توګه شامل شو. له ۱۸ کلنۍ وروسته یې نڅا پرېښوده او ستار غږول یې پیل کړل.
    • شنکر د اوو کلنو لپاره د بابا الاودین خان چې د هندي کلاسیکې موسیقۍ د بنسټ ایښودنکو څخه بلل کېږي، شاګرد پاتې شوی و.
    • جورج هریسن چې د نړۍ یو نامتو ګیتار غږونکو و یو ځل ویلي و چې شنکر د موسیقي نړۍ پلار دی.
    • روي شنکر په نړۍ کې یو شمېر کنسرتونه هم ورکړي دي چې ځینې یې د خیره مرستندیو ټولنو لپاره وو. یوه بېلګه یې د بنګلادیش لپاره ۱۹۷۱ کال ستر کنسرت دی.
    • شنکر یو ځل ویلي و، لوېديځو مینه والو ته د هندي کلاسيکې موسیقۍ سم پوهاوی د ده ستره لاسته راوړنه ده.
    • نوموړي په لوېدیځ کې د هندي کلاسیکې موسقۍ په محبوبیت کې لویه ونډه درلوده، په لوېدیځه نړۍ کې یې هم خورا ډېر محبوبیت درلود او درې سترې جایزې یي تر لاسه کړې.
    • د نوموړي دوې لوڼې ستار غږونکې انوشکا شنکر او ګرامي جایزه ګټونکې نورا جونز د موسیقي په نړۍ کې لوړ مقام لري
    • تر اتیا کلنۍ پورې شنکر د شرق او غرب تر منځ د یو پل په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. د خپل عمر وروستۍ شپې ورځې یې په امریکا کې تېرولې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .