پنېټا کابل کې پر ۲۰۱۴ کال وروسته پلان خبرې کړې دي

د خپريدو وخت: 19:21 گرینویچ - پنجشنبه 13 ډسمبر 2012 - 23 لیندۍ 1391

ميډيا پلير

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېټا کابل ته د سفر پر مهال د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون له جګپوړيو افغان قوماندانانو سره خبرې کړې دي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېټا کابل ته د سفر پر مهال د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون له جګپوړيو افغان قوماندانانو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي پنېټا وويل افغان ولسمشر کرزی به د راتلونکې جنورۍ لومړيو کې واشنګټن ته سفر وکړي، او په افغانستان کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکا پاتې کېدونکيو ځواکونو د شمېر پر موضوع سره بحث کوي.

ښاغلي پنېټا وروسته کندهار ته لا ړ چې هلته له خپلو ځواکونو سره وګوري، خو کندهار ته د نوموړي له سفر څو ساعته وروسته د ناټو اډه سره نژې د موټر بم چاودنه وشوه. پنېټا بيا وويل دغه ځانمرګي بريد يو امريکايی سرتېری وژلی او دری نور يې ټپيا ن کړي دي. په بريد کې دوه ملکي افغانان وژل شوي او څه د پاسه ۱۰ نور تپيان شوي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .