"که افغانستان کې بيا ګډوډي جوړه شوه نو زلزله به راولي"

د خپريدو وخت: 20:23 گرینویچ - سه شنبه 18 ډسمبر 2012 - 28 لیندۍ 1391

ميډيا پلير

پښتون ملتپال سياستوال او د سيمه ييزو چارو کارپوه، افراسياب خټک، وايي چې که د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې بيا ګډوډي جوړه شوه نو په ټوله سيمه کې به د ناارامۍ يوه زلزله راولي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

پښتون ملتپال سياستوال او د سيمه ييزو چارو کارپوه، افراسياب خټک، وايي چې که د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې بيا ګډوډي جوړه شوه نو په ټوله سيمه کې به د نا ارامۍ يوه زلزله راولي.

افراسياب خټک، چې د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا ايالت مشر او د پاکستان د مشرانو د جرګې يا سېنټ غړی دی، زياتوي چې د اورپکۍ د ختمولو لپاره د حکومتونو ګډو او جدي همکاريو ته اړتيا شته.

ښاغلی خټک وايي چي د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره کي د بدلون نښي ليدل کيږي خو زياتوي چې د زاړه ذهنيت بدلول به وخت اخلي.

زموږ همکار، داود اعظمي، له ښاغلي خټک سره پر پښتون ملتپال سياست، د خيبر پښتونخوا ايالت او قبايلي سيمو پر حالت، په پاکستان کي روان وضعيت او د پاکستان او افغانستان پر اړيکو خبري کړي چې تاسي یې اورېدو ته را بولو.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .