د عکسونو البوم: د اسلامي هنرونو فیستوال

د خپريدو وخت: 19:34 گرینویچ - سه شنبه 18 ډسمبر 2012 - 28 لیندۍ 1391
    • د عرب اماراتو په شارجه ښار کې د اسلامي هنرونو ۱۵م فیستوال لپاره چمتوالی روان دی. ډېری هنرمندانو په خپلو هنري کارونو کې د اسلامي دودیز کلتور ته کتنه کړې ده، د بېلګې په توګه د نکریزو استعمال.
    • د ازربایجان رشاد الکبارو په خپل مهارت سره د سیوري او رڼا نه دغه په زړه پورې انځور جوړ کړی.
    • په دغه فیستوال کې تر ۱۷ زرو زیات هنري آثار نندارې ته ایښتودل شوی او د فیستوال دهلېزونو هم په رنګا رنګ مجسمو، شکلونو او انځورونو ډګ ول.
    • د زرو په ځانګړۍ کټګورې کې د ترکي زرګر سیوان دغه اثر نندارې ته وړاندې شوی.
    • دلته د اتلسو مختلفو هېوادونو نه هنرمندان راغلي او سیالي په کې هم خورا سخته روانه ده.
    • په دې فیستوال کې نندارچیان د دویز او عصري اسلامي هنر ننداره کولی شي. په فیستوال کې ویناوې، ورکشاپونه او کنسرتونه هم شته.
    • دغه فیستوال چې د ډیسمبر په ۱۲ مه پیل شوی، د جنوري تر ۱۲مې به روان وي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .