د عکسونو البوم: افغانستان کې د سرتېرو جذبېدا

د خپريدو وخت: 19:04 گرینویچ - چارشنبه 19 ډسمبر 2012 - 29 لیندۍ 1391

بي بي سي ته جوته شوې چې افغان پوځ ته يو نوى جذبېدونکى عسکر اوس لږ تر لږه له پنځو استخباراتي پړاوونو تېرېږي.

دا پړاوونه د نويو عسکرو د سمې پېژندنې او پوځ ته د وسله والو مخالفينو د ننه وتو د مخنيوي لپاره سنجول شوې دي.

تر اوسه نژدې پنځوس بهرني عسکر هغو کسانو وژلي چې د افغان سرتېرو کالي يې اغوستي وو.

ناټو وايي افغان پوځ ته د نويو سرتېرو په جذب کې سمونو، پر بهرنيو عسکرو د بريدونو خطر تر ډېره ټيټ کړى دى. په ناټو کې د افغان پوځ د روزنې څانگه وايي د نويو سرتېرو کره پېژندنه او سمه ارزونه په دې برخه کې گټوره پرېوتې ده.

وروسته له یوې میاشت پروسې نه، یو دوطلب عسکر کولی شي د سرتېرو کالي په تن کړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .