پېلوځی: کتاب او لوستنه

د خپريدو وخت: 17:24 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

ميډيا پلير

د دې اوونۍ پېلوځي کې د ۲۰۱۲ کال اوږدو کې د کتاب پر چاپ، پلور او لوستنه خبرې کوو. په جلال اباد کې د شاعر او اديب اعظم اعظم له لمانځغونډې اورو او هم د امريکا کانګرېس کتابتون کې د فلمونو نومليکنې به بهير خبرېږو.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په برتانيا کې هم د مېرمن (لينارډ) د "Fifty Shades of grey" خيالي شهواني ليکنه د کتابونو د پلور په سر کې راغلې ده.

د دې اوونۍ پېلوځي کې د ۲۰۱۲ کال اوږدو کې د کتاب پر چاپ، پلور او لوستنه خبرې کوو. په جلال اباد کې د شاعر او اديب اعظم اعظم له لمانځغونډې اورو او هم د امريکا کانګرېس کتابتون کې د فلمونو نومليکنې به بهير خبرېږو.

کتاب او کتاب لوستنه

دا اوونۍ پر انټرنېت د "امازون" کتاب پلورنې ټولنې په تېر يوه کال کې تر ټولو زيات پلورل شويو کتابونو نوملړ خپور کړ. د ۲۰۱۲ کال تر ټولو زياتو پلورل شويو کتابونو په سر کې د برتانوۍ ليکوالې (اېرېکا لينارډ) د (Fifty Shades of grey) دری ګونې لړۍ راځي.

په لومړيو لسو کتابونو کې د "No Easy Day" کتاب هم راځي چې د بن لادن د وژلو ماموريت د لومړي لاس کيسه کوي.

په برتانيا کې هم د مېرمن (لينارډ) د "Fifty Shades of grey" خيالي شهواني ليکنه د کتابونو د پلور په سر کې راغلې ده.

د دغې لړۍ لومړی کتاب ۴،۴ میليون کاپۍ، دویم يې ۳،۲ میليون، او درېيم يې ۲،۹ میليون کاپۍ پلورل شوی دی.

د پلور دغه شمېرې په داسې وخت کې خپرېږي چې په برتانيا کې د لوست ملي ټولنې يوه څېړنې ښيي چې په دغه هېواد کې کتاب پلورنځيو ته د ورتګ کچه لوېدلې، او د اوو زلميانو ترمنځ يو يې هېڅ کتاب پلورنځي ته نه دی ورغلی.

خو له دې سره د دسمبر دویمه اوونۍ کې په برتانيا کې پر چاپي کتابونو ټولټال څه د پاسه ۶۳ میليون پونډه چې څه د پاسه ۱۰۰ میليون ډالره کېږي، لګول شوي دي.

د سر ۱۰ کتابونو بيا د کال په اوږدو کې نژدې ۱۵ میليون پونډه اخيستي چې څه د پاسه ۲۳ میليون ډالره کېږي، او د ټولو کتابونو د پلور ۸ سلنه جوړوي.

دا د ۲۰۱۲ کال اوږدو کې د انګرېزۍ ژبې د کتاب پلور شمېرې دي. دا چې په ۲۰۱۲ کال کې د پښتو کتاب چاپ او لوست دود څنګه و، د دې اوونۍ پېلوځي بنډار کې پرې خبرې کوو.

د بحث ګډونوال مو د په جلال اباد کې د مومند خپرندويه ټولنې مشر نصير مومند او په کوټه کې ليکوال او شاعر لياقت تابان راسره خبرې کوي.

ډاکټر اعظم اعظم لمانځغونډه

لاړ که مې نظر شي زه به ستا لارې ته ګورمه!

د ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم د يوه غزل نيم بيتی دى چې د دسمبر پر ۱۴ مه پرې په ننګرهار کې د ختيځ ادبي بهير فرهنګي ټولنې ادبي غونډه او مشاعره جوړه کړې وه.

په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو د ډاکټر اعظم پر ادبي ژوند شعرونه واورول. ډاکټر اعظم چې يو شاعر، ليکوال او پوهاند و، د ۷۲ کالو په عمر د تېر نومبر پر ۱۶ مه په پېښور کې له دې دنيا سترګې پټې کړې.

په جلال اباد کې زموږ همکار ببرک مياخېل د پېلوځي مينه والو ته د ډاکټر اعظم ژوند او فن ته کتنه کړې ده.

د کانګرېس کتابتون

د امريکا پلازمېنه واشنګټن کې د کانګرېس کتابتون د دغه هېواد فلم ملي نومليکنه کې د ۲۰۱۲ کال لپاره ۲۵ فلمونه غوره کړي دي. دغه کتابتون هرکال په دې شمېر داسې فلمونه چې د امريکا پر کولتور ژور اغېز لري، د خپل ارشيف پر وېډيويي توليداتو ور زياتوي.

د امريکا ټايم مجلې ملاله له ولسمشر باراک اوباما وروسته د کال دویمه څېره نومولې ده.

سږ کال فلمونو کې (برېکفاسټ اټ ټېفني) فلم هم دی چې ستورې (اډېري هېپبرن) په کې سندره ويلې ده.

د فلم ملي نومليکنه د امريکا د ملي فلم ساتنې ادارې له خوا د فلمونو غوراوی دی چې کتابتون کې د ساتنې لپاره په ګوته کېږي.

په واشنګټن کې افغان خبريال جاوېد کوټوال د کانګرېس کتابتون دغه فعاليت په اړه راسره غږېږي.

د خبري رسنيو جايزې

او دا اوونۍ د افغانستان خصوصي ورځپاڼې (۸ صبح) د ۲۰۱۲ کال "رسنيو ازادۍ" جايزه وګټله چې د "بې پولې خبريالانو ټولنې" له خوا ورکول کېږي.

دغې ټولنې ويلي دغې افغان ورځپاڼې ته جايزه د دوی په وينا "متوازن" راپور ورکولو او په خپل هېواد کې د "دېموکراسۍ ملاتړ" له مخې ورکړل شوې ده.

د "رسنيو ازادۍ" دغه جايزه په پاريس کې د "لو مونډ" ورځپاڼې مرکز کې د (۸ صبح) مشر مدير سنجر سهيل ته ورکړل شوه.

د "بې پولې خبریالانو ټولنه" له ۱۹۹۲ کال راهيسې هر کال د نړۍ بېلا بېلو برخو کې غوره شويو خبريالانو او خبري رسنيو ته جايزې ورکوي.

د ملالې فلم

هندي رسنۍ وايي د دغه هېواد فلم جوړوونکی امجد خان د سوات پر ښځينه فعالې ملالې يوسفزۍ فلم جوړوي.

امجد خان ويلي پرېکړه يې کړې چې خپل د لومړۍ ورځې عايدات د پېغلې يوسفزۍ ښوونځي ته بسپنه ورکړي.

ملاله يوسفزۍ چې چې تېر اکتوبر کې په سوات کې اورپکيو پر سر وويشتله، لا تر اوسه د برتانيا برمنګهم کې تر درملنې لاندې ده.

دا د امريکا ټايم مجلې له ولسمشر باراک اوباما وروسته د کال دویمه څېره نومولې ده.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .