له وزیرستانه د سکواش اتله

د خپريدو وخت: 16:53 گرینویچ - چارشنبه 26 ډسمبر 2012 - 06 مرغومی 1391

ميډيا پلير

ماريه تور پيکۍ د پاکستان د سکواش د لوبې اتله ده او په نړۍ کې د وتلو لوبغاړو په فهرست کې نوم لري.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

ماريه تور پيکۍ د پاکستان د سکواش د لوبې اتله ده او په نړۍ کې د وتلو لوبغاړو په فهرست کې نوم لري.

شل کلنې تور پېکۍ په ډېرو نړيوالو سيالو کې گډون کړی دی او وايي چې لا اوږد سفر يې مخکې دی.

هغه د افغانستان پولې ته څېرمه په وزيرستان کې زيږيدلې ده، چې يو خوا د انجونو لپاره د لوبو هېڅ اسانتياوې نه شته او بل اړخ ته ترهگرۍ دغه سيمه دومره ځپلې ده چې ان په خپل کور کې څوک خوندي نه دي.

ماريه تورپېکۍ وايي غواړي چې د سپورټس د لارى سيمى ته امن راولي او دښځو حقوق خوندي کړي . په دې ځانگړۍ مرکه کې به د ماريا تور پېکۍ ،چې دا وخت کاناډا کې ده، واورو چې وزيرستان کې يې سپورټس ته يې څنگه مخه کړه او راتلونکې پلان يې څه دى .

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .