پېلوځی: پښتو ادب په ۲۰۱۲ کال کې

د خپريدو وخت: 18:25 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

ميډيا پلير

د دې اوونۍ پېلوځی مو په ۲۰۱۲ کال پښتو ادب ته ځانګړی کړی دی. په پروګرام په افغانستان او هم په لروبر پښتونخوا کې په تېر يو کال کې د پښو ادب، شعر او نثر پر هسکو ټيټو غږېږو.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په افغانستان کې د تېر يوه کال ادبيات

۲۰۱۲ کال هم تېر شو. تېر يو کال بيا هم د تېرو په څېر په افغانستان او پښتونخوا کې د تاوتريخوالي ګڼو پېښو ليدونکی و. ادب او هنر په سيمه کې د جګړې او زورزياتي پېښو له امله په ژوره اغېزمن شوی دی.

د همدغو لاملونو له مخې پښتو ادب د ګاونډيو ژبو د هسک او لوړ په پرتله ډېر پر ټيټه روان دی او له ټينډکونو رنځ ګالي.

په تېر يوه کال کې د ښځينه اديبانو ځلېدا د پام وړ بلل شوې ده

که څه هم منظمې څېړنې نه شته خو باور دا خپور دی چې کتاب چاپ دومره نه دی، نه يې لوست دومره پراخ او نه يې هم ليکنه لکه د نورو په څېر د لوستونکي دومره تنده ماتوي.

خو بيا هم د ځينو څېړونکيو په باور د تېر يوه کال په اوږدو کې لروبر د مشاعرو، ادبي غونډو او لمانځنو جوړېدا پښتو ادب ته د ژوند سېک ورکړی، چې شاعران او د پښتو ادب بېلابېلو ډګرونو مخکښان په کې خپلې پنځونې کوي.

د دې اوونۍ پېلوځی مو په ۲۰۱۲ کال کې پښتو ادب ته ځانګړی کړی دی.

په افغانستان کې په تېر يوه کال د پښتو ادب پر بهير په کابل کې د ګوېټه انسټيټيوټ د کلتوري څانګې له مشر ابراهيم هوتک سره خواله کوو.

ښاغلی هوتک وايي په تېر يوه کال کې د دوی فعاليتونو په ترڅ کې د ښځينه اديبانو ځلېدا د پام وړ وه.

په تېر يوه کال کې د پښتونخوا نثر

لره پښتونخوا په تېر يوه کال کې د برې په څېر د زمانې له چار په کوکار وه. داسې چار چې هاغه د شيخ اسعد په وينا د هر غاټول له غوړېدا سره يې پاڼې تار په تار رژوي.

کله د ټوپک شپېلی تر ګواښ لاندې قلم د اديب له لاس لوېدلی، او يا هم هنري غږ کله په خپله سيمه کې او کله هم د تل لپاره چوپ شوی دی.

کوزه پښتونخوا د پښتو شعر او هنر ټاټوبی بلل شوی، خو دا چې تېر يو کال پښتونخوا کې نثر څنګه و، پېلوځي کې يې په اړه له ليکوال نورالبشر نويد سره خواله کوو.

د کال په بېلابېلو موسمونو په تېره بيا پسرلي کې په افغانستان کې مشاعرې جوړېږي.

ښاغلی نويد وايي له دغو ټولو ناخوالو سره هنر او ادب خپل ځان ژوندی ساتلی دی.

په تېر يوه کال کې د پښتونخوا شعر

د کال په بېلابېلو موسمونو په تېره بيا پسرلي کې په افغانستان کې مشاعرې جوړېږي.

خو د پښتو شعر ډېری باباګان له کوزې پښتونخوا وو، چې پښتو شعر يې په خپلو پنځونو څپاند ساتلی دی.

که څه هم د روان حالت انځور په کې برېښي، خو لا اوس هم پښتونخوا په نظم او شعر کې ځلېږي، او اديب په کې د خپل زړه بړاس په شعري او منظمه وينا وباسي.

د پښتونخوا پر شعر د کوټې ډګري کالج يا پوهنځي له استاذ او څېړونکي صادق ژېړک سره غږېږو، چې وايي اوس موسمي مشاعرې هلته هم دود شوې دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .