ملانذیر درېیم مهم مشر و چې وژل کېږي

د خپريدو وخت: 21:23 گرینویچ - پنجشنبه 03 جنوري 2013 - 14 مرغومی 1391

ميډيا پلير

د قبایلي سیمې وزیرستان په شمالي او جنوبي برخو کې د دوو ډرون بریدونو په پایله د طالب قومندان ملانذیر په ګډون نهه کسه سخت دریځي وژل شوي دي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د قبایلي سیمې وزیرستان په شمالي او جنوبي برخو کې د دوو ډرون بریدونو په پایله د طالب قومندان ملانذیر په ګډون نهه کسه سخت دریځي وژل شوي دي.

وزيرستان کې د طالبانو درې لويې ډلې فعاليت کوي چې ملانذير يې د يوې مشر و چې د پاکستان له پوځ سره يې ښه اړېکې درلودل. ځینې شننوکي وايي ملانذیر ته په پاکستان کې ښه طالب ویل کېدو ځکه چې هغې به په پاکستان کې دننه بریدونه نه کول.

په ٢٠٠٧ کال کله چي ملانذير وکولى شي چې ازبک اورپکي د واڼې له سيمې وباسي، نو ديوه مشر په توگه يې شهرت ډېر شو.

خو د امريکايانو لپاره هغه يو مهم هدف و. ځکه له هغې راهيسي چې واڼه کې يې د طالبانو ولکه ټينگه کړه، ډېر پام يې د افغانستان جگړ ې ته و، اورپکي يې روزل او د لوديځ پر ځواکونو د بريدونو لپاره يې افغانستان ته استول، په تېره د افغانستان سويلي سيمو ته.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .