د جنسي تېري تورنو لومړنۍ محکمه پای ته ورسېده

د خپريدو وخت: 17:54 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

ميډيا پلير

هند کې هغه پنځه تنه چې د یوې ۲۳ کلنې ښځې په تښتولو، جنسي تېري او وژنې په رسمي ډول تورن شوي وو په ډهلې کې یوې محکمې ته حاضر شول.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

هند کې هغه پنځه تنه چې د یوې ۲۳ کلنې ښځې په تښتولو، جنسي تېري او وژنې په رسمي ډول تورن شوي وو په ډهلې کې یوې محکمې ته حاضر شول.

د دغې لومړنې محکمې وروسته شکمن کسان بېرته زندان ته واستول شول.

راپورونه وايي دوو تورنو موافقه کړې چې د اعدام د جزا د مخنیوي لپاره د بل شکمن پر ضد شاهدي ورکړي.

اټکل دی چې دغه قضیه لوړو بیړنیو محکمو ته لېږدول شوې ده.

دغه محکمه دوه ورځې وروسته تر هغه ترسره کېږي چې په ډیلي کې د یوې بلې یو ویشت کلنې نجلې جسد چې ډله ییز جنسي تېری پرې شوی موندل شوی دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .