د منځني ختيځ واوره، باران او توپان

د خپريدو وخت: 08:54 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391
    • په تل ابیب کې بارانونو د لېږد رالېږد چارې په ټپه درولې دي.
    • په القدس کې د اسراییلو د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د هوا د خرابوالي له اړخه دا پر اسراییلو په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو بد حالت راغلی دی.
    • د اسراییلو رادیو وویل، چې په جولان تپه کې باید ښوونځي رخصت شي.
    • الاقصي جومات ته څېرمه فلسطينیان د باد له کبله رالوېدلې ونه له لارې لیرې کوي.
    • د لوېديځې تراډې په الجنین کې یوه ښځه د خپل ګاډي کیلي یوه بل کس ته ورکوي او ګاډي په اوبو کې پرېږدي.
    • په غزه تراډه کې زرګونه کورنۍ د برېښنا له نعمته بې برخې شوې.
    • د اردن عمان کې کارکوونکي پر کوڅو د اوبو د راتلو مخه نیسي.
    • سوري کډوال د ترکیې او لبنان په پنډغالو کې له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
    • د لبنان جنوبي صیدا ښار کې سمندري څپې راپورته شوې دي.
    • بیروت کې سخته واوره ورېدلې ده.
    • وايي دمشق کې دا ډول واوره مخکې نه وه شوې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .