اوسکار جایزو ته ''غوره نومول شوي فلمونه''

د خپريدو وخت: 10:55 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391
    • په فرانسوي ژبه جوړ شوی فلم Amour د هغې عمر خوړلې جوړې د واده او ژوند کیسه کوي، چې په دماغي ناروغۍ اخته شوي دي. فلم هانک جوړ کړی.
    • آرګو Argo فلم بیا بین افلیک جوړ کړی، چې له ډاره ډک امریکایی فلم دی. فلم د امریکا د استخباراتو د مخکني مشر توني مندیز پر څرګندونو راڅرخي. چې په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د شپږو امریکايي دپلوماتانو د ژغورنې کیسه کوي.
    • Beasts of the Southern فلم بیا د بان زتلین په لاس جوړ شوی، چې له یوې بې وزله نجلۍ سره خبرې کوي، نجلۍ له خپل پلار سره اوسېږي، خو کله چې تېز باد کلی ویجاړ کړ، د نجلۍ نړۍ هم ونړېده.
    • Django unchained فلم بیا د امریکا د کورنۍ جګړې مخکې مهال کیسه کوي، او د هغه مهال د توکم پالنې ستونزه یې په ډاګه کړې ده.
    • Les miserable د ویکتور هوګو د یوه ناول پر بنسټ جوړ شوی فلم دی، چې د نولسمې پېړۍ تر ټولو ډېر مشهور شاهکار و. فلم په فرانسه کې پر ټولنیزې تیارې رڼا اچولې ده، چې د ناپیلیون د راغورځېدو او د ملک لویلس فیلیپ ضد پاڅون پېر انځوروي.
    • د (پای) د ژوند کیسه، د کاناډايي لیکوال یان مارټل کیسه ده. د پای په نامه یو هندی ځوان د کښتۍ له ډوبېدا وروسته ۲۷۷ ورځې له یوه پړانګ سره ژوندی پاتې کېږي. د پړانګ نوم یې ریچرډ بارکر دی.
    • د (لینکولن) په نامه فلم د امریکايي تولیدوونکي سټيفن سپیلبرګ دی، چې د مخکني ولسمشر ابراهام لینکولن کیسه کوي.
    • Silver Linings فلم یو کومیډي فلم دی، چې د دماغي ناروغیو ستونزه یې په ډاګه کړې ده.
    • د وېرې فلم زیرو ډارک Zero Dark فلم د بن لادن د وژلو د عملیاتو په اړه دی. دغه فلم کاترین بیګلو جوړ کړی، چې کیسه یې مارک بوال لیکلې ده. جیسیکا جاسټاین او جیسن کلارک په کې لوبېدلي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .