د هند کومب مېله

د خپريدو وخت: 11:31 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

د هند په شمال الله اباد کې میليونونه هندو زيارت کوونکي په کومب مېله جشن کې راغونډ شوي، چې نن دوشنبه پيلېږي. دغه فعاليت په هرو ۱۲ کلونو يو ځل ترسره کېږي، او دا د مځکې پر مخ د انسانانو تر ټولو ستر غونډېدل بلل کېږي.

اټکل دی چې سږ کال دغه مېله څه د پاسه سل مليونه خلک ورجلب کړي. د دغه ۵۵ ورځني جشن په اوږدو کې به ډېری زيارت کوونکي په هغه ځای کې سره لامبي چې ګنګا او جمنا سيندونه په کې سره ګډېږي. هندوان په دې باور دي چې دغه اوبه د دوی ګناوې مينځلی شي او له دوی سره خلاصون ته په رسېدو کې مرسته کولی شي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .