د عکسونو البوم: د لندن په زړه کې د چورلکې را لوېدا

د خپريدو وخت: 11:47 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391
    • د چارشنبې په ورځ (د جنوري ۱۶مه) د لندن په زړه کې د واکسزال رېل تمځای ته نژدې یوه چورلکه له جرثقیل سره ټکر شوه او را ولوېده.
    • پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي
    • چورلکې د دې ۵۰ پوړیزې ودانۍ له جرثقیل سره ټکر وکړ
    • پولیسو د څو ساعتونو لپاره د دغې سیمې شاوخوا ټولې لارې بندې کړې وي
    • رپوټونه وايي چې چورلکه پر دوو ګاډو لوېدلې.
    • د چورلکې له لوېدو څو شېبې وروسته دغه او ورته نور انځورونه د خواله په رسنیو کې خلکو له یو بل سره شریک کړل.
    • دا هغه انځور دی چې د چورلکې د اور لوګي پورته کېږي، په پېښه کې پیلوټ هم مړ وژل شوی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .