د عکسونو البوم: اوبو لاندې کړې جکارتا

د خپريدو وخت: 20:43 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391
    • د جکارتا ښار په مرکزي برخه کې مشهور هوټل بونداران د نور کله برعکس تش لېدل کېږي. د موسمي بارانونو له امله د سېلاوونو څپې د پلازمېنې جکارتا یو شمېر برخو ته ننوتې دي. د رویټرز په رپوټ کې ویل شوي، چې د پنج شنبې په ورځ له همدې امله د یاد ښار ډېر کارځایونه او دکانونه تړلي وو.
    • د سیمې بې وزله کسان هڅه کوي د (اودونګ اودونګ) یو ډول ځايي جوړې شوې رکشې په مرسته د ۲۰ زره ځايي روپیو په بدل کې د سیلاب له ځایه ځان وباسي.
    • ولسمشر سوسیلو بمبنګ یودویونو ( په اودي رنګه کمیس کې) او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارتې ناتالې ګاوا په جکارتا کې سیلاب ځپلې سیمه ګوري.
    • یو سړي له موټر سایکل چلوونکي سره مرسته کوي، چې له یو متر ژورو اوبو څخه خپل موټرسایکل وباسي.
    • د ښاري ټرانسپورټ سسټم د فلج کېدو له امله خلک په اوبو کې پلي تګ ته اړ دي. تصویر اندریاس نوګروهو بي بي سي جکارتا.
    • د ګاډو د خرابېدو له خطر سره سره داسې کسان هم شته، چې غواړي د خپلو ګاډو په وسیله د سیلاب له اوبو تېر شي. تصویر اندریاس نوګروهو بي بي سي جکارتا.
    • یو بس د جکارتا ښار په یوه برخه کې د سیلابي اوبو په منځ کې ولاړ لېدل کېږي. تصویر اندریاس نوګروهو بي بي سي جکارتا.
    • یو شمېر ماشومان د جکارتا ښار په یوه برخه کې په داسې حال کې لوبې کوی، چې د شار واټونه له اوبو ډک دي. د موسمي بارانونو له امله د سېلاوونو څپې د پلازمېنې جکارتا یو شمېر برخو ته ننوتې دي. د رویټرز په رپوټ کې ویل شوي، چې د پنج شنبې په ورځ له همدې امله د یاد ښار ډېر کارځایونه او دکانونه تړلي وو.
    • د اندونیزیا د اور وژنې کارکوونکي د ربړینو کښتیو په وسیله له سیلاب ځپلې سیمې څخه د خلکو په ایستلو کې مرسته کوي. په مون سون موسم کې کله ناکله سیلابي څپې جکارتا ته ننوځي، خو د پنجشنبې په ورځ (د جنوري ۱۷) د ګڼ باران له امله سخت سیلاوونه د اندونیزیا پلازمېنې جکارتا ته ننوتل. انځور(ای پي)
    • په داسې حال کې، چې د جکارتا ډېر ښوونځي د پنجشنبې په ورځ د ګڼ باران او سیلاوونو له امله تړل شوي وو، خو یوه زده کوونکې هڅه کوي، چې ښوونځې ته د تګ لار ومومي. بي بي سي جکارتا.
    • د جنوري په ۱۶ ځايي اوسېدونکی هڅه کوي د یوه لاس ګاډي په وسیله له سیلاب ځپلې سیمې ووځي. سیلاوونو د جکارتا ۵۲ سیمې ځپلې دي، چې له امله یې د بېړنیو حالاتو د ځايي ادارې د مسوولینو په وینا یو کس وژل شوی او نژدې ۶۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي. ای ایف پي. فیکس.
    • د اور وژنې د ادارې کارکوونکي له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو والی کوي. تصویر اندریاس نوګروهو بي بي سي جکارتا.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .