د کاپیسا خلک پاخه سړک ته خوشاله دي

د خپريدو وخت: 11:54 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391
    • د کاپیسا ولایت زیاترو ولسوالیو ته پاخه سړکونه غځېدلي دي.
    • خو د ځینو ولسوالیو خلک لاهم خپلو کلیو ته د پخو سړکونو اسانتیا نه لري.
    • د سیمې خلک د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر ویس برمک ته د خپلې سیمې ستونزې بیانوي
    • دوی پخپلو سیمو کې د پخو سړکونو د نشتوالي ترڅنګ، د برېښنا د نه شتون ستونزه هم یادوي.
    • لږترلږه اوس د کاپیسا ولسوالیو هر کلي ته د موټر لاره جوړه شوې ده.
    • په ځینو سیمو کې خلک لاهم په دودیز ډول خپلې چارې پرمخ بیايي.
    • د ځینو کلیو اوسېدونکي د پلونو د نشتوالي له امله له جالو کار اخلي، چې هرکال لسګونه کسان پرې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
    • د سیمې خلک راټول شوي، چې خپلې ستونزې چارواکو ته ووايي.
    • ددغه سړک په پخېدو سره، ۴۵ کلي سره نښلول کېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .