پېلوځی: د ګولډن ګلوب جایزې

د خپريدو وخت: 16:05 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

ميډيا پلير

دا اوونۍ په ها لییووډ کې د ګولدن ګلوب د جایزو مراسم، د دغو جایزو یو ګټونکی فلم در پېژنو، په افغانستان کې یو جوړ شوی فلم د اسکار جایزې ته کاندید شوی دی، له فلم جوړونکي او مهم لوبغاړي سره پرې غږېږو.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

دا اوونۍ په ها لییووډ کې د ګولدن ګلوب د جایزو مراسم، د دغو جایزو یو ګټونکی فلم در پېژنو، په افغانستان کې یو جوړ شوی فلم د اسکار جایزې ته کاندید شوی دی، له فلم جوړونکي او مهم لوبغاړي سره پرې غږېږو.

دا اوونۍ (د جنورۍ/ نیمایي)د هالييووډ د ګولډن ګلوب جايزو مراسم په لاس انجلس کې تر سره شول.

د لېنکن مستند ډوله فلم د مراسمو تر ټولو زياتو جايزو ته نومول شوی و.

فلم جوړونکي بین ایفلیک ته د ارګو فلم پر سر د غوره فلم جوړونکي جایزه ورکړل شوه.

فلمي لوبغاړي هیو جیکمن ته بیا د موسیقۍ او کامیډۍ د غوره مرکزي لوبغاړي په کټګورۍ کې جایزه ورکړل شوه.

برتانوي سندرغاړې اډیل ته د جېمز بانډ د فلم سکای فال د سندرې لپاره جایزه ورکړل شوه.

د اسامه بن لادن د لټون پر کېسه جوړ شوی فلم هم د پاملرنې وړ و.

ارګو فلم په ۱۹۷۹ کې په تهران کې د یرغمل شویو امریکایانو د کېسې پر بنسټ جوړ شوی دی.

بینوایان

د لې میزرابېل یا بینوایانو فلم هم د ګولډن جایزه ګټلې ده.

دې فلم چې د فرانسوي لیکوال ویکتور هوګو د بینوایانو د اثر له مخې جوړ شوی په برتانیا کې په تېره اوونۍ کې ډېر مینه وال لرل او ۶۵ میلیونه ډالر پرې لګېدلي دي خو همدا اوس یې تر ۲۰۰ میلیونه زیات ډالر ګټلي دي.

"بزکشي بوايز" يا د وزلوبې هلکان

(بزکشي بوايز) يا د وزلوبې هلکان په افغانستان کې جوړ لومړنى فلم دی چې د اوسکار جايزې ته کانديد شوى دى.

دا فلم د کابل د دوو تنکيو هلکانو کيسه کوي چې د بزکشۍ د لوبې ارمان ور سره دی.

د دې فلم جوړوونکی امریکایی سم فرنچ وایي په لوېدیځ کې خلک د رسنیو له لارې افغانستان د جګړو او ورانیو د هېواد په توګه پېژني خو دی غواړي د خپل فلم له لارې د افغانانو کولتور نړیوالو ته ور وښيي.

هغه زیاتوي د دوو نورو همکارانو په مرسته یې د دې فلم سناریو ولیکله چې تر دې وړاندې يې افغان فلم جوړونکو ته روزنه ورکوله.

د ښاغلی فرینچ په وینا ۱۲ فلم جوړوونکي یې هم روزلي چې تر دې وروسته په خپله فلمونه جوړ کړي.

د لېنکن مستند ډوله فلم د مراسمو تر ټولو زياتو جايزو ته نومول شوی و.

د دې فلم اصلي څېره فواد محمدي د کابل په کوڅو کې ژاولې او قلمونه پلوري. دی بهرنيو فلم جوړونکو وليد او بلنه يې ورکړه چې په يوۀ فلم کې کار وکړي.

هغه ۱۴ کلن دی او د ښوونځي په شپږم ټولګي کې دی. فواد له خپلې مور، وروڼو اوخوېندو سره د کابل هوایي ډګر ته نژدې ژوند کوي.

فواد په فلم کې د کار کولو تجربه نه لرله خو د شاوخوا زر ډالرو په بدل کې يې بلنه ومنله او ستورى شو.

دى غواړي ښوونځي ته لاړ شي او يوه ورځ پېلوټ شي.

ټپوسان

ټپوسان هغه ناول دی چې د ژورنالست او لیکوال نام حق (ځيرک) په زیار له چاپه راوتلی دی.

دا کتاب د غوایي د اوومې او د شوروي واکمنۍ بېړنی داستاني انځور دی.

دا د لیکوال د ناول کښلو لومړنۍ تجربه ده، که څه هم تردې وړاندې یې لنډې کیسې، راډيویي او تلوېزیوني ډرامې او راډیویي داستانونه لیکلي وو.

ټپوسان د افغانستان د یوې تاریخي دورې یانې د غوایي د اوومې او د روسانو د یرغل د مهال نکل کوي.

دا د دوو وروڼو کیسه ده چې یو یې د افغانستان د خلق د موکراتیک ګوند غړی او بل یې د جهادي ډلې قوماندان دی چې په پای کې د یوه ورور په کمین کې بل وژل کېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .