د چین جوی لېنډ خیالي پارک

د خپريدو وخت: 11:21 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391
    • د جوی لېنډ خیالي نړۍ تفریح ځای په رسمي ډول په ۲۰۱۱ کال پرانیستل شو، چې په جوړښت کې یې د نړۍ له ګوټ- ګوټه د وېدیويي لوبو الهام اخیستل شوی دی. ویل کېږي، چې په دغه خیالي پارک ۴۸ میلیون ډالر لګښت راغلی، چې ټول ټال ۶۰۰۰۰۰ مربع متره ځمکه یې لاندې کړې ده.
    • دغه تفریح ځای له دوو اصلي سیمو جوړ شوی، چې یوې ته د "ځای روح" او بلې ته د "فضايي بېړۍ" نومونه ورکړل شوي دي.
    • پر انټرنېټ د واورین توپان لوبې اته کاله وړاندې له جوړېدو راهیسې ډېر مینه وال پیدا کړي وو. دغې لوبې کابو ۱۲ میلیون کاروونکي په ګرده نړۍ کې پر ځان ورجذب کړل.
    • ددغه انځور او مجسمې جوړوونکي فرانشیسکا ویلي "فکر کوم دا ډېر ښه کار دی، ډېرې لوبې په څلور ګوټیزه ډول جوړې شوې دي. زه هم دغه لوبه ډېره کوم".
    • هغه زیاتوي "ښامار چې د موټر لوبه ده، ډېره ښه ده، د الوتکې په شان الوځي. دا لوبه مې ډېره خوښیږي. "
    • په ځینو لوبو کې له وېرې ډکې صحنې شته، خو یوازې له دې امله، چې مینه وال پرځان ورمات کړي.
    • چین د امریکا په متحدو ایالتونو کې د یونیورسل ستوډیوګانو او ډیزني پارکونو د جوی لېنډ Joyland نړیوالې سیالۍ جوړېدو غوښتونکی دی.
    • چین د ډیزن لېنډ په پارک شهرت لري. په دغه انځور کې دا ټوله مجسمه د فرانشیسکا جیمس په لاس له لرګیو څخه جوړه شوې ده.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .