د وړو یا مایکروسوپي انځورونو هنر

د خپريدو وخت: 07:01 گرینویچ - سه شنبه 22 جنوري 2013 - 03 سلواغه 1391
    • د لومړي مقام ګټونکی انځور، چې په خوږو اوبو کې د اوسېدونکي د (روټیور) مخلوق تر ټولو کوچنی انځور دی. دغه انځور استرالیايي رالف ګریم اخیستی دی.
    • د ارلین ویتشڅاک په لاس د سرو اوبړیو اخیستل شوی انځور، دغه انځور دویم مقام ګټلی. په مسابقه کې د نړۍ له ګوټ- ګوټه د لابراتواري انځورونو مسابقه وشوه.
    • په درېیم مقام کې، د سپورانګیا بوټي کڅوړه. دغه انځور ایګور ساوینووش اخیستی دی.
    • په څلورم مقام کې، د کریسټین ساردیت او شریف مرشاک دغه انځور غوره شو، چې د اغزن ډوله یوه مخلوق غټ شوی عکس دی.
    • پنځم مقام، دا عکس د روجیلیو مورینو په لاس اخیستل شوی، چې د شنو اوبړیو لوی شوی عکس دی.
    • په شپږم مقام کې، د جیمز نیکولسن دغه عکس غوره شو.
    • اووم مقام: د مچ ماغزه. دا عکس د جرمني مانسټر پوهنتون د کریسټین کلامبټ او امکي شمیدت په زیار اخیستل شوی.
    • په اتم مقام کې، د ادوین لي دغه عکس غوره شوه، چې د هېنبېټ په ناه یوه بوټي عکس یې لوی کړی دی.
    • په نهم مقام کې بیا د ایرانۍ عکاسې سرح خوداوري دغه عکس انتخاب شو. عکس د یوه ګل د تخم دی.
    • او لسم مقام es.comlwww.olymusbioscap ته د چارلز جوسامر دغه ډالۍ شوي عکس وګاټه. عکس د شاپرک د وزر دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .