ستاسې غږ: د سولې په رامنځته کولو کې د ځوانانو ونډه

د خپريدو وخت: 12:17 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

ځوانان په جګړه کې تر ټولو ډېر زیانمنونکي وي ځکه ښکېل اړخونه یې په بېلاپېلو لارو د ځان په ګټه د کارولو هڅه کوي

دا اوونۍ په کابل کې راغونډو شوو یو شمېر پوهانو، څېړونکو، د ځوانانو استازو او دولتي چارواکو د سولې په رامنځته کولو کې د ځوانانو پر ونډې خبرې وکړې.

ځوانان په جګړه کې تر ټولو ډېر زیانمنونکي وي.

ښکېل اړخونه یې په بېلابېلو لارو د ځان په ګټه د کارولو هڅه کوي.

دوی تر ټولو ډېر وژل کېږي یا ټپیان کېږي.

په هغو کې یې چې ژوندي پاتې کېږي ډېر له خپلو ځینو لومړنيو حقونو بې برخې کېږي، نالوستي پاتې کېږي او ګڼې ټولنیزې ستونزې ورپېښې شي.

خو ډېر په دې اند دي چې که ځوانانو ته سم فرصت برابر شي، دوی د جګړې په مخنیوي او د سولې او پخلاینې په رامنځته کولو کې مهمه ونډه لوبولی شي.

ستاسو په نظر څنګه کېدی شي چې افغان ځوانان د سولې جوړوونکي شي؟ کوم لاملونه دي چې دوی تاوتریخوالي او جګړې ته ورکاږي؟

خپل نظر د برېښنالیک، فېسبوک او ټيلیفون له لارې په ستاسې غږ پروګرام کې څرګند کړئ.

د برېښنالیک پته مو دا ده: pashto@bbc.co.uk

او که غواړئ مخامخ په پروګرام کې ګډون وکړئ د پنجشنبې په ماښام پر دې شمېرې خپرونې ته زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ لیکلي ټيلیفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .