پېلوځی: د ادب او تاریخ بل ستوری پرېوت

د خپريدو وخت: 15:01 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

ميډيا پلير

په دې پېلوځي کې مو د تاریخ پوه او لیکوال غلام محمد په اثارو او فعالیتونو خبروو چې د جنورۍ په ۲۰مه په برتانیا کې ومړ، د افغانستان د تاریخ په اړه په هغه کتاب غږېږو چې اوس بشپړ چاپ شوی دی.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

ښاغلی زرملوال هغه لیکوال و چې د افغانستان د شلمې پېړۍ د مطبوعاتو له هرې برخې خبر و.

په دې پېلوځي کې مو د تاریخ پوه او لیکوال غلام محمد په اثارو او فعالیتونو خبروو چې د جنورۍ په ۲۰مه په برتانیا کې ومړ، د افغانستان د تاریخ په اړه په هغه کتاب غږېږو چې اوس بشپړ چاپ شوی او په هرات کې د یوه پرانیستل شوي کتابتون رپوټ در کوو، کلتوري خبرونه هم شته.

د پښتو ژبې لیکوال او تاریخ پوه غلام محمد زرملوال د ۷۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه د سږو او سالنډۍ له ناروغۍ کړېده. نوموړی وتلی ژورنالست، ادبي شخصیت او لیکوال و چې زیات اثار یې چاپ شوي او ځینې یې ناچاپ پاتې دي.

نوموړي ډېر اثار له بهرنیو ژبو پښتو ته هم اړولي وو.

ښاغلی زرملوال هغه لیکوال و چې د افغانستان د شلمې پېړۍ د مطبوعاتو له هرې برخې خبر و.

هغه په خپل وطن مین و او له دې سره سره چې ترې لرې و، بیا یې هم له وطن سره اړیکې ساتلې او مینه یې ورسره لرله.

ارواښاد زرملوال له دې سره سره چې له لندنه بهر اوسېده، تل به يې د افغانانو په غمونو او ښادیو کې برخه اخیسته.

د افغانانو په ناستو کې به یې هغوی تل ملي وحدت ته رابلل.

"ارواښاد زرملوال له دې سره سره چې له لندنه بهر اوسېده، تل به يې د افغانانو په غمونو او ښادیو کې برخه اخیسته."

دی په لندن کې د پاني پت جګړې علمي سمینار ته په داسې وخت کې راغلی و چې روغتیا یې ښه نه وه، خو ګډونوال یې په خپلو عملي او تاریخي وینا ونازول.

د بي بي سي پښتو څانګې پخوانۍ مشره صفیه حلیم هغه یو عالم او دقیق څېړونکی بولي.

لندن مېشتی لیکوال او استاد ډاکتر ببري ګل وزیر له هغو کسانو و چې ښاغلی زرملوال یې له نژدې پېژانده.

ښاغلي وزیر د زرملوال ځينې کتابونه لوستې دي او پېلوځي ته پرې غږېږي

سراج التواریخ

د سراج التواریخ کتاب چې د افغانستان د اوسني تاریخ مهمه سرچینه ده له پوره جزیاتو سره چاپ شوی دی. پخوا په ټولو جزیاتو چا نه شو لوستلی.

دا کتاب چې د امیر عبدالرحمان د دربار منشي فیض محمد کاتب د پاچا امیر حبیب الله خان په امر لیکلی، د دواړو باچاهانو د واکمنۍ مهم بدلونونه په کې ځای شوي دي.

د کتاب لومړی او دویم جلد چې د سدوزیو او محمدزیو واکمني یې څېړلې په ۱۲۹۱ل کال کې چاپ شو.

دریم ټوک یې چې ۴۵ کاله وروسته چاپ شو او د امیرحبیب الله خان په امر له منځه یووړل شو.

"د سراج التواریخ کتاب چې د افغانستان د اوسني تاریخ مهمه سرچینه ده له پوره جزیاتو سره چاپ شوی دی."

څلورم جلد یې چې د حبیب الله خان مهال څيړي هېڅ چاپ نه شو.

لومړني درې جلده يې د حبیب الله خان تر څارنې لاندې چاپ شوي وو.

دا چې دا کتاب له تاریخي پلوه څومره ارزښت لري، لیکوال او څېړونکي حبیب الله رفیع پرې غږېږي.

نافذه قوانینو کتابتون

په هرات کی د لومړي ځل لپاره د ولایتي چارواکو په نوښت د افغانستان د نافذه قوانینو یو کتابتون د ولایت په یوه ځانګړي سالون کې پرانیستل شوی دی.

په دې کتابتون کې ځینې هغه کتابونه چې د افغانستان د قوانیونو په هکله لیکل شوي ایښودل شوي دي او موخه یې د ښې حکومتوالۍ په لور د خوځېدو د بهیر چټکتیا ښودل شوې.

اوس یوازې دولتي مامورین کولی شي له دغه کتابتونه ګټه واخلي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .