کریکټ: افغانستان له پاکستان سره لوبې کوي

د خپريدو وخت: 04:15 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

ميډيا پلير

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله دا مهال په پاکستان کې پر تمریني لوبو بوخته ده، په پام کې ده چې په راتلونکې څو ورځو کې د افغانستان د کریکټ د الف په نامه لوبډله د پاکستان له الف لوبډلې سره ځو یوې ورځنې او شل اورېزې سیالۍ هم وکړي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله دا مهال په پاکستان کې پر تمریني لوبو بوخته ده، په پام کې ده چې په راتلونکې څو ورځو کې د افغانستان د کریکټ د الف په نامه لوبډله د پاکستان له الف لوبډلې سره ځو یوې ورځنې او شل اورېزې سیالۍ هم وکړي چې د پاکستان پر ملي تلویزیون به هم مخامخ خپرېږي.

په اصل کې دغه لوبې او تمرینونه له سکاټلینډ سره د افغان لوبغاړو د راروانو څو سیالیو لپاره د چمتووالي لپاره ترسره کېږي. په همدې حال کې درې پیاوړي افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل، شاپور ځدران او سمیع الله شینواری د بنګلدیش په پریمیر لیګ سیالیو کې پر لوبو بوخت دي. د دې ترڅنګ افغان کریکټ بورډ هیله ښيي چې په نژدې راتلونکي کې به د کریکټ یوه پیاوړې ښځېنه لوبډله هم جوړوي.

جعفر هاند په کابل کې د افغانستان د کریکټ بورډ له اجراییوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد سره د افغانستان پر راتلونکو لوبو او افغان کریکټ د پرمختیا پر لارو چارو غږیدلی دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .