د غزني موزیم د پام وړ اثار نه لري

د خپريدو وخت: 04:20 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

که څه هم په غزني کتاريخي اثارو دوه موزيمونه له پخوا کلونو راهيسې موجود ول، چې په يوه کې د اسلامي دورې او په بل کې هم د بودايي پېر اثار خوندي او کله ناکله به يې اثار هم د خلکو نندارې ته اېښودل کېدل، خو اوس دغه دواړه موزيمونو له دې امله چې اثار يې د څو کلنو جګړو له امله زيانمن شوي او ياهم له منځه تللي دي، د نندارې وړ اثار نه لري.

ددغې تشې د ډکولو په موخه په غزني کې ولايتي چارواکو د ولايت د ننه ودانۍ کې په يوه کوچني سالون کې ځينې تاريخي اثار راغونډ کړي، چې شمېر يې سلګونو توکو ته رسېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .