هندي اورګاډو کې د 'ساه ایستلو ځای نه شته'

د خپريدو وخت: 07:07 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391
    • د هند اورګاډو چلونې اداره وايي، چې هره ورځ په ټول هېواد کې شاوخوا اووه زره اورګاډي تر ۱۳ میلیون ډېر مسافر لېږدوي.
    • د هند اورګاډي د نړۍ د اورګاډو له بوختو مسافر وړونکو وسایلو څخه دي، هره ورځ دغو اورګاډو ته خلک په کتارونو کې ولاړ وي. د اورګاډي په رسېدو سره، هر کس باید یوه څوکۍ ومومي.
    • بې وزله کسان بیا له دویم لاس اورګاډو ګټه اخلي، ځکه چې د عصري اورګاډو کرایه لوړه ده.
    • د ګاډو په دویم پوړ کې یوازې ۷۲ مسافر ځایېږي، خو عکاس وايي چې په دغه ځای کې یې تر پنځو سوو ډېر کسان تر سترګو شول.
    • خو د ځینو مسافرو بخت بیدار وي، یو څه ساه اخیستی شي، او د خپلو توکو او لاسي بکسونو د اېښودو لپاره ځای هم مومي.
    • عکاس وايي " ماخوستن مهال په اورګاډو کې ارامي وي؛ ځکه چې د هرچا سترګې خوبوړې ښکاري."
    • دی زیاتوي: "په ماخوستن کې ویده مسافر لکه د جګړې د مړیو په څېر ښکاري. خو د ځای د ټنګوالي له کبله هرډول چې ناست وي، همالته ویده شي، ځینې یې ناست، ځینې پر بل تکیه کوي او ان ځینې نور بیا په ولاړو ویده وي. "
    • د اوږد واټن سفر پروخت حالت ډېر ناوړه وي، ځکه چې په ټولو اورګاډو کې د اړتیا وړ اسانتیاوې نه وي.
    • یوه نجلۍ د سفر پرمهال په اورګاډي کې ویده ده، خوم خمور یې تر شا د ساتونکي رول لوبوي.
    • عکاس د یوه ناڅرګند سړي مخې ته کامره نیولې ده، دی وايي چې په هند کې بې وزلو کسانو ته هېڅ پام نه کېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .