پېلوځی: ټېمبکټو او ارزښتناک تاريخي اثار يې

د خپريدو وخت: 16:58 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

ميډيا پلير

د دې اوونۍ پېلوځي کې د مالي پر ټېمبکټو ښار او تاريخو اثارو يې، او بيا سوله کې د هنرمند هڅو پر اغېزو غږېږو، او هم د غزني موزيم او د کندهار مجلې له ستونزو اورو.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د تېرې جنورۍ پر ۲۸ مه بيا د فرانسې په مشرۍ ځواکونه دغه ښار ته ننوتل، خو مخکې له دې چې تندلاري وسله وال ترې ووځي يو کتابتون ته يې اور واچاوه چې زرګونه ارزښتناکې لرغونې نسخې په کې ساتل کېدې.

د دې اوونۍ پېلوځي کې د مالي پر ټېمبکټو ښار او تاريخو اثارو يې، او بيا سوله کې د هنرمند هڅو پر اغېزو غږېږو، او هم د غزني موزيم او د کندهار مجلې له ستونزو اورو.

د مالي ټېمبکټو ښار تاريخي ارزښت

ټېمبکټو د مالي هغه ښار دی چې په تېره نژدې څه موده کې د خبرونو په سر کې و.

دغه ښار چې زر کلن تاريخ لري، د شمالي افريقا د پراخې بېديا په جنوبي څنډو کې پروت او د ټېمبکټو سيمې مرکز دی.

ټېمبکټو يو وخت يو ستر فکري مرکز بلل کېده. د ۲۰۱۲ کال په اپرېل کې تندلاريو وسله والو د مالي شمال پر نورو سيمو سربېره پر دغه ښار هم ولکه وکړه.

د تېرې جنورۍ پر ۲۸ مه بيا د فرانسې په مشرۍ ځواکونه دغه ښار ته ننوتل، خو مخکې له دې چې تندلاري وسله وال ترې ووځي يو کتابتون ته يې اور واچاوه چې زرګونه ارزښتناکې لرغونې نسخې په کې ساتل کېدې.

ډېری دغه نسخې چې څو پېړۍ عمر لري په عربي ژبه دي، خو يو شمېر يې په نورو ځايي ژبو هم ليکل شوې دي.

د بي بي سي افريقايي څانګې مانوېل ټولېډو چې له ټېمبکټو ښار يې ليدنه کړې پېلوځي سره وغږېد. دی وايي ټېمبکټو د څو پېړيو لپاره د نسخو يا ليکنو زېرمتون پاتې شوی دی.

سولې لپاره د مالي سندرغاړو هڅې

د مالي تندلاريو اورپکيو چې په دې نژدې يو کلنه موده کې يې د دغه هېواد شتمن کولتور او هنر پر وړاندې ګواښ جوړ کړی و، اغېز به يې لا پاتې وي.

خو د دغه هېواد تر ټولو مشهور سندرغاړي په داسې هڅه کې راغونډ شوي وو، چې په خپل هېواد کې يې د سولې ټينګښت غږ کاوه.

سندرغاړې فاتوماتا ډياورا چې د فرانسې په جنوب کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي ۴۰ نور سندرغاړي يې راغونډ کړي وو، چې په خپل هېواد کې د سولې لپاره سندره ووايي.

د غزني موزيم

په غزني کې سلګونه تاريخي اثار چې ډېری يې له غزنوي پېر سره تړاو لری نندارې ته ايښودل شوي دي.

د دغو اثارو موزيم د غزني ولايتي ودانۍ دننه پرانيستل شوی دی.

دغه اثار چې تر ډېره له خلکو سره په کورونو کې وو، پر نورو تاريخي ليکنو سربېره په کې د قران کريم نسخې هم شاملې دي.

غزنی د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي هېوادونو پلازمېنې په توګه غوره شوی دی.

کندهار مجله

د کندهار مياشتنۍ پښتو مجله چې شاوخوا نيمه پېړۍ مخينه لري له اوږدې مودې راهيسې د وسايلو نشتوالي له امله له چاپه لوېدلې ده.

کندهار مجله د خپل ۵۲ کلن ادبي يون پر مهال له ډېرو لوړو او ژورو تېره شوې ده.

دغې مجلې خپل وروستی خپرنيز پړاو د ۱۳۸۱ لمريز کال له لومړيو په کابل کې د نوي نظام له راتلو سره پيل کړی و.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .