د تخار بندیان او په کېږدۍ کې ژوند

د خپريدو وخت: 10:04 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د افغانستان تخار ولایت بندیان وايي، د زندان په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي. دوی وايي، چې په کېږدیو، خټینو او شړېدلو خونو کې ژوند کوي. ددغه زندان چارواکي هم مني، چې د بندیانو لپاره د یوې معیاري ودانۍ نشتوالی له لویو ستونزو څخه دی.

درې کاله وړاندې د تخار او بدخشان ولایتونو د زندانونو د نویو ودانیو جوړولو ژمنه شوې وه، خو تر دې مهاله یې ډېر لږ او لومړني کارونه شوي دي. د تخار د زندان چارواکي وايي، یوازې د ښځينه بندیانو لپاره د یوې ودانۍ د جوړېدو تکل لري.

دغه انځورونه له تخاره عبدالمبین غفوري بي بي سي پښتو وېب پاڼې ته راستولي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .