د یوه ۲۰ کلن افغان اثار نندارې ته وړاندې شول

د خپريدو وخت: 18:48 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د دې نندارتون په لومړۍ ورځ لسګونه کابل ښاریان د دې نندارې ته ورغلي و.

په کابل کې د فرانسې انستیتیوت د انځورګرۍ یو نوی نندارتون پرانیست.

په دې نندارتون کې د یوه افغان انځورګر ۱۲ اثار نندارې ته وړاندې شوي چې په څلورو کلونو کې یې پنځولي دي.

د دې نندارتون په لومړۍ ورځ لسګونه کابل ښاریان د دې نندارې ته ورغلي و.

په لسګونو کسان د فرانسې انستیتوت ته ورغلي و چې د انځورګرۍ یو نندارتون وګوري.

په دې نندارتون کې د عزیز الله هزاره په نوم د یو ۲۰ کلن افغان ۱۲ اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

دا اثار د خط او نځورګرۍ ګډ ترکیب دی. خط د اسلامي سبک خو انځورګري یې په غربي سبک کښل شوې ده.

د دې اثارو زیاتره برخه تیاره رنګونه دي چې د عزیز الله په وینا د افغانانو د دردونو او رنځونو انځور وړاندې کوي.

"زه نه شم کولی هغه پېغام چې په دې انځور کې وړاندې کول غواړم په ژبه ووایم، دا باید لیدونکي ووايي. که داسې وای نو زه به لیکوال او یا شاعر وم."

د نندارتون لیدونکي هم د عزیز الله د اثارو په لیدلو خوښ دي.

"په دې اثارو کې موږ ولیدل چې د یو انځور ګر توان راښيي. دې انځور زیار ویست او ځان یې تر دې ځای را رسولی چې اثار یې نندارې ته وړاندې کېږي.اوس خلک راځي او د هغه اثار ګوري له دې امله د ستاینې وړ دی"

په کابل کې د افرانسې د انستیتوت چارواکي وايي په دا ډول نندارتونونو کې د خپلو اثارو وړاندې کول اسانه دي.

د همدې انستیتوت د مرستیالې ګیلدا شاهوردي په وینا په دې نندارتون کې د انځورګرو اثار د یو پلاوي له خوا کتل کېږي او د هغوی له موافقې وروسته اثار نندارې ته وړاندې کېږي.

"موږ هره میاشت دوه نندارتونونو جوړو. زما له نظره هنرمند باید یو لید لوری ولري. دا لید لوری د یوه پلاوي له خوا مشخص کېږي. هنري کار مفکوره رامنځ ته کوي. موږ خپل انسانیت ته ورګرځوي موږ ته را په یادوي چې موږ څوک یو."

دا نندارتون د ۱۲ ورځو لپاره د فرانسې انستیتوت په ودانۍ کې جوړ شوی دی او ټول خلک کولی شي په وړیا ډول یې وګوري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .