سوداګر پولیس د ورانکارو په ملاتړ تورنوي

د خپريدو وخت: 18:09 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

ميډيا پلير

په کابل کې د سوداګرۍ د خونې مشر خان جان الکوزى وايي په تېر کال کې يې څه باندې ٨٥ د تښتونې پېښې ثبت کړي دي چې په سلو کې ٦٠ مجرمين د پوليسو لخوا نيول شوي خو بېرته د قانون له منګلو خلاص شوي دي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په کابل کې د سوداګرۍ د خونې مشر خان جان الکوزى وايي په تېر کال کې يې څه باندې ٨٥ د تښتونې پېښې ثبت کړي دي چې په سلو کې ٦٠ مجرمين د پوليسو لخوا نيول شوي خو بېرته د قانون له منګلو خلاص شوي دي.

د ده په وينا دغو مجرمينو د زور واکونو سره تړاو درلود او د قضايي قوې زور نه پرې رسېد چې سزا ورته ورکړي.

ښاغلی الکوزی له افغان حکومته غوښتنه کوي چې دا ډول مجرمينو ته دې تر ټولو سخته سزا ورکړل شي چې د نورو لپاره عبرت شي.

کابل کې د لويې څارنوالۍ مرستیال نور حبیب جلال دا ادعاوې ردوي او وايي نه يوازې په کابل بلکې نورو ولایتونو کې مجرمین د پولیسو او کشفي ارګانونو له خوا نیول شوي او قانون ته سپارل شوي.

له ښاغلي جلال سره سعیدې محمود مرکه کړې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .