پاکستاني طالبان ولې اوس له حکومت سره خبرې غواړي؟

د خپريدو وخت: 18:03 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

ميډيا پلير

پاکستاني طالبان وايي له حکومت سره په دې شرط د سولې خبرو ته چمتو دي چې د مسلم ليک ن مشر نواز شريف، د جماعت اسلامي ګوند مشر سيد منور حسن او جمعيت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د خبرو ضمانت وکړي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

پاکستاني طالبان وايي له حکومت سره په دې شرط د سولې خبرو ته چمتو دي چې د مسلم ليک ن مشر نواز شريف، د جماعت اسلامي ګوند مشر سيد منور حسن او جمعيت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د خبرو ضمانت وکړي.

د طالبانو يوه وياند احسان الله احسان دا څرګندونې په يوه ويډيويي پېغام کې کړي خو حکومت تر دې دمه په دې اړه څه غبرګون نه دى څرګند کړى.

تر دې وړاندې حکومت د سولې خبرو لپاره طالبانو ته ځينې شرطونه وړاندې کړې و چې وسلې پر ځمکه کېږدي او له جګړې لاس واخلي.

څارونکي د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې په هېواد کې د سولې او ثبات ټينګولو لپاره يو مثبت ګام ګڼي.

دا چې د ا خبرې به کله او تر کومو شرايط لاندې تر سره کېږي په اړه يې تر دې دمه په رسمي ډول مالومات مخې ته نه دي راغلي.

دا رپوټونه په داسې مهال کې خپاره شوي چې په پاکستان کې په راتلونکي څو مياشتو کې ټولټاکنې کېږي.

د دې موضوع د څېړولو لپاره مو په پېښور کې د سيمې او سياسي چارو له کارپوه رحيم الله يوسفزي سره مرکه کړې او په سر کې مو وپوښت چې تر دې مخکې حکومت او طالبانو يو له بل سره د سولې خبرې رد کړې وې نو ولې اوس دواړه غاړې يو له بل سره خبرو ته چمتو شوې؟

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .