د کوپړۍ له هډوکو د پاچا د مړي پېژندل

د خپريدو وخت: 12:40 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391
    • د انګلیسي پاچا ریچرډ III د قبر سپړلو ډېر وخت ونی، چې بالاخره د هغه کوپړۍ وموندل شوه. بي بي سي ته ځانګړتیا ورکړل شوه، چې د هغه د هډوکو عکسونه واخلي.
    • کله چې ریچرډ په ۱۴۸۵ کال د بوسورډ په جګړه کې ووژل شو، ویل کېدل، چې په فریارس کلیسا کې خښ کړای شوی.
    • ریچرډ III د شکسپیر په لیکنو کې هم انځور شوی دی.
    • پلټنو وښوده، چې د ریچرډ بدن ټپونه خوړلي دي. پر ټول بدن یې ۱۰ ټپونه موندل شوي، چې یوازې اته یې پر ککرۍ خوړلي دي.
    • د کوپړۍ د شا برخه ډېره زیانمنه او ټپي شوې ده، چې په یوه خوا کې یې غار هم لیدل کېږي. ښکاري چې دغه برخه د وسلې په ډز سره له منځه تللې ده.
    • د ژامې د غاښونو له هډوکو مهم معلومات ترلاسه شوي دي.
    • ریچرډ ۳۲ کلن و، چې په ۱۴۸۵ کال د بوسورډ په جګړه کې ووژل شو.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .