۱۱ کلونو کې ۵ ميليونه جريبه حکومتي ځمکه غضب شوې

د خپريدو وخت: 14:23 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

ميډيا پلير

په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي چې په تېرو ۱۱ کلونو کې شاوخوا پنځه ميليونه جريبه حکومتي ځمکه په دې هېواد کې غضب شوې ده.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي چې په تېرو ۱۱ کلونو کې شاوخوا پنځه ميليونه جريبه حکومتي ځمکه په دې هېواد کې غضب شوې ده.

د دغې ادارې مشر ډاکتر عزيزالله لودين وويل ډېرى دغه ځمکې د زورواکو له لوري ترغضبولو وروسته پر نورو پلورل شوي دي.

په ناقانونه توګه د ځمکو غضب د افغانستان په ټولو ولايتونو کې يوه جدي ستونزه ده چې د ښاري پراختيا پلانونو د پلي کولو مخه يې هم ډب کړې ده.

خو دغه ستونزه يوازې په حکومتي ځمکو پورې نه محدودېږي،د رپوټونو له مخې د خلکو په زرګونو جريبه شخصي ځمکې او جايدادونه هم غضب شوي دي.

د افغانستان د ښاري پراختيا يوه پخواني وزير انجینير يوسف پښتون ويلي و چې پخواني قوماندانان، د پارلمان يو شمېر غړي او ځينې جګپوړي حکومتي چارواکي د ځمکو په غضب کې ښکېل دي.

ښاغلي لودين په دې اړه مرکه کې د ښاغلي پښتون دغه خبره تا ييد کړه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .