هلمندیان په تعلیم پسې کابل ته راغلي

د خپريدو وخت: 09:30 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391
    • په کابل کې لسګونو هلمندیانو په دغه ولایت کې د حکومت د ''ناغیړۍ'' پرضد لاریون وکړ.
    • لاریون کوونکو له حکومته په هلمند کې تعلیمي برخې ته د پوره پام اړولو غوښتنه کوله.
    • دوی د دارالامان پر سړک د اوبو او برېښنا وزارت مخې ته پر عمومي سړک دېره شوي وو او له حکومته یې لومړی د هلمند د برېښنا د ستونزې هوارۍ غوښت.
    • دغو هلمندي وګړو له حکومته غوښتنه کوله، چې لومړۍ یې دې د برېښنا غم وخوړل شي، وارداتي برېښنا نه غواړي، بلکې د کجکي بند دې سمې ګټې اخیستو ته چمتو شي.
    • که څه هم لاریون سوله ییز و، خو د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې پولیس ترڅنګ مله وو.
    • لاریون کوونکو ویل، چې هلمندیانو ته دې داسې بنسټيز او اساسي پروژې ورکړل شي، چې هم یې ولایت ودان او هم خلکو ته په کې کاروبار پیدا شي.
    • په لاریون کې د هلمند له ګڼو سیمو کسانو برخه اخیستې وه.
    • لاریونیانو ادعا کوله، چې ګني هلته د بنسټیزو پروژو لپاره ورکړل شوې پیسې په بډو وهل شوې دي.
    • هلمندي لاریونیانو ویل، که حکومت یې غوښتنې ونه مني، نور لاریونونه به وکړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .