پیلوځى: امریکا کې د افغان موسيقۍ غږوونکو کنسرتونه

د خپريدو وخت: 18:06 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

ميډيا پلير

د دې اوونۍ پېلوځي کې امریکا کې د افغان موسيقۍ غږوونکو له کنسرټونو اورو، د درېيم ريچرډ هوډونو له موندنې خبرېږو او بيا د پاچا بېرته ستنېدا کتاب در پېژنو.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

افغان موسیقۍ غږوونکي د امریکا په بلنه هلته په وتلو تالارونو کې کنسرتونه ورکوي

د افغانستان د موزیک ملي انستیتوت زده کوونکو د امریکا په مهمو ځایونو کې کنسرتونه ورکړل.

دا لومړی ځل دی چې په دې کچه موسیقي غږوونکي امریکا ته د دوه اوونیز هنري سفر په موخه درومي.

دوی په نیویارک کې د کارنیګي هال او په واشنګټن کې د کېنېډي په مرکز کې کنسرتونه ورکوي.

هغوی د متحدو ایالتونو د بهرنیو چار وزارت، د نړیوال بانک او د اسیا د کلتوري شورا په بلنه هلته تللي دي.

افغان ځوانان د امریکایي کوربنو لخوا له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم یوه تالار ته ستړی مشې ته ورغلی و.

د افغان هنرمندانو مشري د ډاکتر نثار احمد سرمست پر غاړه ده.

ډاکتر سرمست یوازینی افغان دی چې د موزیک په برخه کې یې په استرالیا کې ډکتورا اخیستې ده او په ۲۰۱۰کال کې یې دا انستیتوت جوړ کړ.

پاچا درېيم ريچرډ

صفيه حليم

صفيه حليم وايي سوونه کاله وړاندې د انګرېزانو ترمنځ هم د تربګنۍ ټکرونه وو.

د انګلستان د ۱۵ مې پېړۍ د پاچا ریچرډ دریم هډونه د لېستر د ګاډو په یوه تم ځای کې موندل شوي دي.

دا د باچا په اړه د تېرو ۵۰۰ کلونو د داستان انځور بدلوي او په ګوته کوي چې هغه مهال په انګلستان کې د واک په سر داسې خونړۍ او ظالمانه جګړې کېدلې.

په خپلو کې یې سره وژل او بیا به یې تر مرګ وروسته بدنامول او قبرونه به یې هم ورکول.

د لوی انګرېز لیکوال ویلیم شکسپير یوه ډرامه هم هغه بد او ظالم ښیی خو ۵۰۰ کاله وروسته د هغه تاریخ له سره لیکل کیږی.

دا چې ۵۰۰ کاله وړاندې له باچا دریم ریچارد سره څه و شول او ولې وشول؟

د بي بي سي پښتو پخوانۍ مشره صفیه حلیم راته پرې غږېدلې ده.

د پاچا بېرته ستنېدنه

دا د انګرېز لیکوال ویلیم درېمپول کتاب دی چې د فبروري په ۵مه په لندن کې لوستونکو ته ور وپېژندل شو.

کتاب په تېرو سلو کلونو کې په افغانستان کې د برتانیې د تر ټولو سختې ماتې نکل کوي.

لیکوال د افغانستان اوسني حالات د افغان انګلیس له پخوانیو جګړو سره پرتله کوي او په حالاتو کې ورته والي ته اشاره کوي.

د کتاب ځانګړتیا داهم ده چې د افغانانو او انګریزانو دواړو نظرونه پکې را غونډ شوي دي.

په اسټرالیا کې افغان لیکوال احسان الله ازري ستانیکزي دا کتاب لوستي او په ځانګړتیاوو یې غږېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .