کابل کې د افغاني کالیو ننداره

د خپريدو وخت: 05:06 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391
    • د ښځو د حقونو یو مدافع بنسټ ''د بدلون لپاره پېغلې نجونې'' په کابل کې د کالیو یو نندارتون جوړ کړی و.
    • په دې ننداره کې دیارلس ډوله نندارې وړاندې شوې، چې یوه ګډونواله یې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي محصله صبریه وه.
    • په ننداره کې تر ۳۰ ډولونو ډېر افغاني کالي نندارې ته وړاندې شولي وو.
    • له دې کاره هدف دا و، چې په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو او نجونو ونډه ډېره شي.
    • ګډونوالو ښځو د دغې نندارې لپاره دوې میاشتې تمرین وکړ.
    • د پروګرام جوړوونکو بهرنیو خبریالانو ته د نندارې د عکسونو او فلم اخیستو اجازه ورکړې وه.
    • پګړۍ، افغاني دودیزه کالي، ټکری، چپنه او پټو هغه افغاني کالي وو، چې په دغه ننداره کې تماشا چیانو ته وړاندې شول.
    • دغه ننداره د کابل ښار په یوه خصوصي هوټل کې ترسره شوه.
    • وړاندې افغانستان کې دا ډول نندارې نه دي وړاندې شوې.
    • افغانستان کې نجونې ډېر لږ د کامرې مخې ته راڅرګندېږي،
    • دغه نندارې ته یوازې د بهرنیو رسنیو خبریالان ورغوښتل شوي وو.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .