کومب مېله په انځورونو کې

د خپريدو وخت: 05:07 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391
    • د هندوستان تر ټولو لویه مذهبي کومب مېله د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شوه، چې میلیونونه کسانو ګډون په کې وکړ.
    • زیارت کوونکو د ګنګا په اسطوري سپېڅلي سیند کې ولمبل.
    • د لامبو لپاره خلک په کوچنیو کښتیو کې ورغلي وو.
    • په سیند کې تر لمبلو وروسته خلکو خپل کالي د سمندر پر غاړه د وچېدو لپاره وغوړول. د دوی په عقیده په ګنګا سیند کې لمبل د دوی ګناوې پاکوېږي او چې لمر یې کالي وچ کړي، ګناوې یې بیخې وچې او ختمې شي.
    • دغه نارینه هندوان په دې باور دي، چې په لوی شمېر د خلکو راغونډېدل نړۍ سره یوموټی کولی شي.
    • نوي سدوس یا اشراف کومب مېلې ته ورځي او زاړه ورو-ورو ترې ورځي.
    • اټکل دی، چې تر ۱۰۰ میلیون ډېر کسان په دغه فسټیوال کې ګډون وکړي.
    • د مېلې په ورځو کې سلګونه دوکانونه پرانیستل شوي او خېمې وهل شوې، چې د سیمه ییز اقتصاد لپاره دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.
    • بهرني ګډون کوونکي یا مذهبي مشران د اشرافو له لوري منل کېږي. د یوګا ګورو کسانو هم سیند ته څېرمه کمپ جوړ کړی دی.
    • هر کس باید په دغه مېله کې ځانګړي خواړه وخوري.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .