د عکسونو البوم: افغانستان کې د مینانو ورځ

د خپريدو وخت: 12:17 گرینویچ - پنجشنبه 14 فبروري 2013 - 26 سلواغه 1391
    • د نړۍ په ډېرو اسلامي او نا اسلامي هېوادنو کې د والینټاین ورځ چې د مینانو ورځ ګڼل کېږي هر کال د فبرورۍ پر ۱۴مه لمانځل کېږي. افغانستان کې یو شمېر ځوانان یو بل ته د ډالیو په ورکولو سره د والینټاین یا د مینانو ورځ لمانځي
    • که څه هم د والنټاین یا مینانو ورځ په افغانستان کې نوی خبره ده خو د والنټاین ټکی اوس افغان ځوانانو ته نا آشنا نه دی.
    • په نورو هېوادنو کې دغه ورځ یوازې هلکانو او نجونې چې مینان دي یو بل ته د ډالیو په ورکولو سره لمانځي خو په افغانستان کې د ولنټاین ډالۍ یوازې معشوقې ته نه بلکې کوژدنې، مېرمنې او حتې مېندو ته هم ورکول کېږي.
    • که څه هم په افغانستان کې د واده نه وړاندې د هلک او نجلۍ تر منځ اړیکي نیول ډېر دود نه دي او د دودیزې جامعې خلاف خبره هم ده خو دغو موضوعګانو د ځینو ځوانانو او نجونو مخه نه ده ډب کړې.
    • د ساينس او ټکنالوژۍ له کبله د گودرونو ځاى چټ رومونو (پرانلاين بنډار)، فيسبوک، تیلیفون او نورو ټولنيزو رسنيو نيولى دى، اوس له همدې لارې پېژندگلوي پيدا کيږي او ان خبره وادۀ ته رسېږي
    • يو وخت و چې نجونې به منگي پر سر کتار کتار گودرونو ته تللې او مين زلمي به لکه بازان له ورايه په لوړو ناست وو.
    • خو اوس څوک د گودر په اوبو کې خپلې مينې ته گل نه لېږي بلکې په انټرنيټ د گل انځور ور استوي.
    • پلورونکي وايي هره ورځ د والنټاین ډالیو پلورل په زیاتېدو دي.
    • مينه کول د انسان د طبيعت برخه ده، د نړۍ له جوړېدو راهيسې دا لړۍ روانه ده، او چې نړۍ ودانه وي مينه ناک زړونه به مينه کوي، په افغانستان کې هم مينه کېږي، خو د اشنا کېدو او ملاقاتونو بڼه يې بدله ده.
    • که څه هم افغانستان ته د انټرنیټ او عصري تکنالوژۍ راتګ له یوې لسیزې ډېر وخت نه کېږي، خو بیا هم د فیس بوک او تیلیفون له لارې ګڼ شمېر ځوانانو ځانونو ته د ژوند ملګري پيدا کړي دي او حتی ځینو یې د زرګونو کیلو متره لرې واټن څخه خپلې مینې د مينې په زور افغانستان ته راتلو ته اړ کړې دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .