د افغانستان پوځي اکاډيمۍ افسران

د خپريدو وخت: 11:34 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391
    • د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، له دې وروسته به هېڅ افغان پوځي یا قومندان د دې حق ونه لري، چې په جګړه ییزو حالتو کې د نړیوالو ځواکونو له هوايي ځواکه مرسته وغواړي.
    • په داسې وخت کې چې ناټو په افغانستان کې د امنيت ساتنې چارې افغان ځواکونو ته سپاري، د دغه هېواد پوځ په ځانګړيو ځواکونو کې د ښځينه سرتېرو روزنې چارې چټکې کړې دي.
    • ولسمشر دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې تېره اوونۍ په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې تر لسو ډېر ولسي وګړي ووژل شول.
    • ولسمشر کرزي، چې په کابل کې یې د ا فغانستان په پوځي اګاډیمۍ کې پوځي افسرانو او محصلانو ته وینا کوله وویل، له پخوانیو تجربو یې ډېره څه زده کړي او له دې وروسته به پر بهرنیانو تکیه نه کوي.
    • ولسمشر حامد کرزي د افغانستان ملي پوځي اکاډیمۍ ته په خپله یوه ساعته وینا وویل، له دې وروسته هېڅ افغان ځواک د دې حق نه لري، چې په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونونه په جګړه ییزو حالاتو کې د هوايي ځواک غوښتنه وکړه.
    • د اورپکۍ ضد عملياتو کې ډېر وخت د شپې چاپې شاملې وي، خو د يوې کورنۍ شخصي حريم ته ورننوتل ژور کلتوري حساسيت دی. له همدې امله به دوی دغو حساسو ځايونو ته د ورتلو چارې اسانوي.
    • ښاغلي کرزي د ملي پوځ جنرلانو او افسرانو ته په خبرو کې وویل، چې لا هم په ځینو کلیوالو سیمو کې خلک د امن احساس نه کوي.
    • ښاغلي کرزي په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو له خوا تېره اوونۍ په هوايي بریدونو کې د لسو ولسي وګړو وژنې ته اشارې وویل، د نړیوال ځواکونو دعمومي قومندان د مالوماتو له مخې، دغه هوايي مرسته د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا غوښتل شوې وه.
    • هغه په زندانونو کې د زورونو په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي رپوټ په اړه وویل، دا به ډیر دشرم ځای وي، چې د ولسي افغانانو حقونه د افغان ځواکونو له خوا زیانمنیږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .