که له ناټو مرستو ونه غواړو، نو څه وکړو؟

د خپريدو وخت: 19:04 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

ميډيا پلير

ولسمشر حامد کرزی وايي، له دې وروسته به هېڅ افغان پوځي قوماندان د دې حق و نه لري، چې په جګړه ییزو حالاتو کې له نړیوالو ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

ولسمشر حامد کرزی وايي، له دې وروسته به هېڅ افغان پوځي قوماندان د دې حق و نه لري، چې په جګړه ییزو حالاتو کې له نړیوالو ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړي.

ولسمشر کرزی دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې تېره اوونۍ په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

ولسمشر کرزي، چې په کابل کې یې پوځي اکاډمۍ کې پوځي افسرانو او محصلانو ته وینا کوله وویل، له پخوانیو تجربو یې ډېره څه زده کړي او له دې وروسته به پر بهرنیانو تکیه نه کوي.

د ولسمشر کرزي د همدې خبرې په هکله په کابل کې د پوځي چارو له کارپوه نیک محمد کابلي سره خبرې وکړې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .