د عکسونو البوم: د مور شیدو ځواک

د خپريدو وخت: 17:28 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391
    • د ماشومانو ژغورنې نړیواله ټولنه وايي که یوه مور خپل کوچني ته له زېږېدو وروسته په لومړي ساعت کې شيدې ورکړي نو په کال کې د ۸۳۰ زرو مړینو مخه نیول کیدی شي. دغه مرستندویه ټولنه وايي د نيمګړو خوراک یا لوږې د مخنیوي لپاره ماشوم ته د مور شيدې یو بشپړ ځواب دی. د لایبېریا دغه ماشوم څو دقیقې وړاندې زېږېدلی چې عمر یې له یو ساعت نه کم دی.
    • د زېږېدا په لومړیو ساعتونو کې او بیا څو ورځې وروسته میندې داسې ډول شيدې تولیدوي چې د یوه کوچني دفاعي سیستم ته پراخه وده ورکوي. خو په ځینو هېوادنو کې میندې د کورنیو او یا ځینو نورو دودونو تر فشار لاندې خپل ماشوم ته نور خواړه ورکوي. دلته ماریا د خپل کوچني سره په یوه روغتون کې استراحت کوي.
    • په دودیزه توګه ایتوپیا کې میندې خپلو ماشومانو ته تر دريو ورځو پورې خپلې شيدې نه ورکوي، په دې توګه دوی خپل ماشوم د مغزي پرمختګ او د وجود دفاعي موادو نه محروموي. دلته تامیر د ایتوپیا په یوه روغتون کې خپل زوی ته تر زېږېدو څو دقیقې وروسته شیدې ورکوي.
    • دغه لوښي کې کوچ دي چې په ایتوپیا کې یې ځینې خلک نوي ماشوم ته ورکوي. یوه نړیواله څېړنه ښي، هغه کوچنیانو چې د مور له شېدو مرحومېږي امکان لري چې د اسهال او سینه بغل یا سکاروي له امله مړه شي.
    • د روغتیا کارکوونکی کولی شي چې د مور شیدو د ځواکمنو کټو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي خو په ځینو هېوادنو کې د دغو کارکوونکو کمی دی. دلته په ایتوپیا کې د روغتیا دغه کارکوونکې یوې مور ته وايي چې په دې کم عمر کې یو ماشوم ته اوبه او کوچ ورکول زیان لري.
    • یوې نړېوالې څېړنې موندلي چې د لوستو میندو په پرتله نالوستې میندې ډېر ښایي خپل ماشوم ته په لومړیو شېبو کې خپلې شيدي ور نه کړي.
    • په کم عمر کې له لوږې او نورو نارغیو نه د مرګ مخنیوي په موخه د ماشومانو ژوغرنې نړیوالې ټولنې په نړیوالو مشرانو غږ کړی، له دوی سره دې مرسته وکړي چې خلک په دې پوه شي چې په لومړني ساعت کې خپل ماشوم ته شیدې ورکول څومره ګټه لري.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .